افغان سوداګرې مېرمنې خپلو توکو ته د نړیوال بازار غوښتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132878-افغان_سوداګرې_مېرمنې_خپلو_توکو_ته_د_نړیوال_بازار_غوښتنه_کوي
په کابل کې د افغانستان نړیوال ننداراتون په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون ښځینه ګډونوالې خپلو تولیداتو ته په کور دننه او نړیواله کچه د بازار موندنې غوښتونکي دي.
(last modified 2023-05-14T20:10:49+00:00 )
May 15, 2023 00:38 Asia/Kabul
  • افغان سوداګرې مېرمنې خپلو توکو ته د نړیوال بازار غوښتنه کوي

په کابل کې د افغانستان نړیوال ننداراتون په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون ښځینه ګډونوالې خپلو تولیداتو ته په کور دننه او نړیواله کچه د بازار موندنې غوښتونکي دي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، په دغه نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو څخه ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو هم برخه اخیستې ده.

دوی هم خپل تولیداتو ته په نړیواله کچه بازار غواړي او تر څنګ یې مېرمنو سوداګرو او صنعت کارانو ته د ځانګړو بازارونو د جوړولو غوښتنه هم کوي.

دا پنځه ورځنی نندارتون چې د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شوی او سبا ورځ به هم دوام وکړي، ۵۵۰ تولیدي شرکتونو پکې خپل تولیدات نندارې او پېرودلو ته ايښي دي.