-
طالبان: تېر یو کال کې نږدې ۱۶ سوه کسان وژل شوي
Feb 01, 2023 08:07په افغانستان کې طالب چارواکي وایي، تېر یو کال په دغه هېواد کې د ناموسي، مرمزوي، دښمنۍ او ځان وژنو له امله ۱۵۹۰ تنه وژل شوي چې په کې یواځې ۳۶۰ تنو ځآن وژنه کړې.
-
د حضرت امام جواد(ع)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي
Feb 01, 2023 01:15د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
-
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حضرت امام خمیني(ره) حرم ته ولاړ
Jan 31, 2023 08:15د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټګر، حضرت امام خمیني(ره) پاک حرم ته په ورتلو، د ایران ملت د عظیم الشأن امام یاد او خاطرو نمانځنه وکړه.
-
افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي خپل آذربایجاني سیال ته ماتې ورکړه
Jan 31, 2023 13:33د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي چې تېره شپه د جنورۍ ۳۰مه یې په لومړي ځل د ACA په سازمان کې ولوبېده، پخپلې لومړۍ لوبه کې خپل اذربایجاني سیال عمر رضایوف ته ماتې ورکړه.
-
ډنمارک افغان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو زمینه برابروي
Jan 31, 2023 13:02وروسته له هغې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لورې په میرمنو او نجونو د کار او زده کړو بندیزونه ولګیدل، تازه ډنمارک هېواد اعلان کړی چې له یادو برخو څخه زیانمنو میرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.
-
افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د ۳۱۱ تنو د مړه کېدو خبر ورکړل شو
Jan 31, 2023 13:00یوې افغاني رسنۍ د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو او ولسي سرچینو معلومات را ټول کړي چې له مخې په تېرو اتلس ورځو کې افغانستان کې د طبعي پېښو له امله ۳۱۱ تنه مړه شوي، خو د طالبانو حکومت چارواکو بیا د مړو شمېر ۱۶۸ تنه ښودلی.
-
بلخ ولایت کې د چت پرېوتو پېښه کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jan 31, 2023 12:52د افغانستان بلخ ولایت په چهار کنټ ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
-
په افغانستان کې تر ټولو ستره نظامي اډه په اقتصادي زون بدلیږي
Jan 31, 2023 12:52په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره نظامي اډه باګرام د طالبانو د حکومت له لورې په ستر اقتصادي زون بدلیږي.
-
افغانستان کې برښنايي پېژندپاڼو کې د «ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه» اضافه شوه
Jan 31, 2023 12:52په افغانستان کې د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سهشنبه د سلواغې یوولسمه پر خپلې ټوېټرپاڼه لیکلي چې د برښنايي پېژندپاڼو د لا اعتبار په موخه یې د برښنايي پېژندپاڼې د کارټ پر مخ د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه اضافه کړې ده.
-
د بلېنکن ایران ضد درېځ ته د تهران پرېکنده غبرګون
Jan 31, 2023 12:38د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ د ځینو امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: د امریکا حکومت په دې ښه پوهیږي چې ایران پر خپلې خاورې او ګټو باندې هېڅ ډول تیری او تجاوز نه زغمي او یرغلګرو ته به په پرېکنده او پښېمانوونکي توګه ځواب ورکړي. د امریکا دولت باید د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ګواښوونکو څرګندونو له امله حقوقي او نړیوالو مسولیتونو ته پام وکړي او د دغه شان پارونکو څرګندونو د سیاسی پایلو په اړه ډېر فکر وکړي .