-
په ايران د امريکې بنديزونه او د هغو د لغو کېدو لپاره مخ په زياتېدو غوښتنې
Mar 19, 2020 11:12د ايران په شمول په نړۍ کښې د کورونا د مرګونې بيمارۍ له خپرېدو او ورسره د پرله پسې او هراړخيزې مبارزې له ضرورت سره سره امريکه هم هغه شان د ايران په خلاف له زيات نه زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې په خپلې بائيکاټي پالېسۍ ټينګار کوي او په متواتره توګه د تهران په خلاف نويو بائيکاټونو اعلانولو ته دوام ورکوي.
-
د ایرانیانو لپاره د امریکازړه سواندي یو ریاکار اقدام دی
Mar 10, 2020 10:33بقائي هامانه د ایران د بشری حقوقو په باب دځينو هیوادونو سیاسی او تعصبي کړچار په دوام په سختو نیوکو سره،د ټارګټ شوو هیوادونو په ضد دسیاسی دباؤ د اعمالولولپاره د انساني حقوقو له لارو چارو ناسمه استفاده،د بشری حقوقو د شورا په حق کې ستره جفا بللې او د ایراني ضد پریکړه لیکونو د وړاندې کونکو له خوائې ددغه ورانکار کړچار د دریدا غوښتنه کړې .
-
د کورونا وائرسو په مقابل کښې د ځان او نورو د سلامتيا په وړاندې د د ډله ايزې ذمه وارۍ د احساس په ضرورت د معظم رهبر تاکيد
Mar 04, 2020 11:35د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي پرون په ايران کښې د اونو د کرلو د ورځې او د طبيعي سرچينو د هفتې په مناسبت د ميوو د دوو نيالګيو د نالولو ترڅنګه په ايران کښې د خپرېدونکې بيمارۍ په اړه يو ځل بيا د زړۀ تله د ډاکټرانو، نرسانو او ورغتيائي ټولګو د جهادي کوششونو مننه وکړه.
-
د برجام په ساتنې او د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو له ستنولو سره په مخالفت د روسيې تاکيد
Feb 27, 2020 12:48روسيې د څلور جمع يو ډلې د يو غړي په توګه تل د برجام د ساتنې په ضرورت تاکيد کړے او دغه موافقه يې د سيمه ايز او نړيوال امنيت او صلحې د ساتنې په زمينه کښې يو مهم رول لوبونکې بللې ده.