ګاونډي هېوادونو سره د ايران د اقتصادي راکړې ورکړې پراختيا
د ايران د خارجه وزارت د اقتصادي ډېپلومېسۍ مرستيال وويل. ګاونډي هېوادونوسره د ايران د اقتصادي راکړې ورکړې پراختيا به دوام ومومي.
سيد رسول مهاجر له اېرنا سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې د بنديزونو په دوران کښې به ملګرتيا کونکي هېوادونه هېر نه کړو وويل،د ايران اسلامي جمهوريت دا سياست په نظر کښې لري چې بهرني پانګه وال دې خپل سامانونه د ايران په داخل کښې توليد کړي.
هغه زياته کړه، پکار دے د هېواد دننه ته د ټېکنالوجۍ او جوړښت د داخلېدو لپاره خاصه پاملرنه ولروو او پکار نه دے چې فقط دې مصرف کونکي يوو.
د سيد رسول مهاجر د وېنا له مخې چين د ايران وړومبنے اقتصادي شريک دے چې د ايران شپږويشت فيصده صادرات او واردات يې له ځان سره مختص کړي دي عراق، امارات او افغانستان ورپسې د ايران د غېر تيلي سامانونو واردونکي دي.
هغه د دې په بيانولو سره چې ايران په له هراړخيز اقتصادي جنګ سره مخامخ دے وويل، د امريکې حکومت او ټولې مختلفې ادارې کوشش کوي چې د ايران ټولې اقتصادي لارې بندې کړي.