ربيعي:
د اقتصادي جنګ د پلانؤنکو مقاصد نتيجې ته ونۀ رسېدل
د ايران د حکومت وياند د دې په بيانولو سره چې په دې وروستيو دريو کلونو کښې د هېواد چارې په غېر تېلي بودجې سره وچلولې شوې وويل، د اقتصادي جنګ د پلانؤنکو د اقتصادي جنګ مقاصد نتيجې ته ونۀ رسېدل.
د ايران پرېس د رپوټ له مخې علي ربيعي نن په يو سل اتم او وروستي اخباري کانفرنس کښې وويل: حکومت په دې حال کښې د د وارداتو په ممنوعيت سره ۲۵۰ څيزونه بې له دې چې په هېواد کښې د بنيادي سامانونو زياتوالي ته څخه زيان ورسي صادراتو ته پراختيا ورکړه. په دې وجه د اقتصادي جنګ د پلانؤنکو اهداف نتيجې ته ونه رسېدل او ايران، هم هغه شان ايران پاتې شو.
هغه زياته کړه، د ايران اقتصادو په ۹۹ کال کښې وده هم ولرله، که څه هم ورسره په يو وخت د بنديزونو په وجه د خلقو ژوند ته اقتصادي زيان ورسېد او دا د حکومت لپاره يوه جدي موضوع وه.
د ايران د حکومت وياند د دې په يادونې سره چې بنديزونه په بازار کښېد زياترو څيزونو د بيې د انډول د ګډوډېدو سبب شول وويل، هغه لاره چې مونږ پرې تګ وکړ غلط نه وه، اوس هم وايو اعتدال په مشکلاتو د غلبې او کاميابۍ يوازېنۍ لار ده.