جنګ د افغانستان په اقتصاد منفي اغیزونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101052-جنګ_د_افغانستان_په_اقتصاد_منفي_اغیزونه_کړي_دي
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د جنګ او د تاوتریخوالي زیاتیدا د زرګونو ملکي وګړو او پوځیانو په وژل کیدا سربیره د هیواد په اقتصاد هم ناوړه اغیزونه کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2021 00:56 Asia/Kabul
  • جنګ د افغانستان په اقتصاد منفي اغیزونه کړي دي

زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د جنګ او د تاوتریخوالي زیاتیدا د زرګونو ملکي وګړو او پوځیانو په وژل کیدا سربیره د هیواد په اقتصاد هم ناوړه اغیزونه کړي دي .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د نوي راپور پراساس جنګ په تیرې مي میاشتې کښې د دوه سوه اتویشتو (۲۲۸) کسانو په وژل کیدا او د پینځه سوه اوویشت (۵۲۷)نورو په ژوبلیدا سربیره د زرګونو خلکو د کډوالیدا او د زرګونو نور کسانو د بې روزګاره کیدا سبب شوی دی .

د افغانستان د تجارت او د پانګونې د کوټې اجرايي مشر شفیق الله عطايي وايي  جنګ او نا امنۍ په هیواد کښې په پانګونې منفي اغیز کړی او ډیر پانګه اچونکي له  افغانستان څخه د وتلو په حال کښې دي .

د افغانستان د تجارت کوټې ویلي دي په تیر میلادي کال کښې څوارلس سوه (۱۴۰۰) سوداګرانو د ګواښ او د ناامنۍ په دلیل خپله کابو دوه (۲) میلیارډه ډالره پانګه نورو هیوادونو په تیره بیا ترکیې ته انتقال کړي ده .

د افغانستان یو (۱)سوداګر حاجي بیګ نوروز هم د ژوند او د مالي امنیت نه درلودل له هیواد څخه د پانګې د وتلو مهم دلیل وباله او ویې ویل سړي تښتونکي د صرافانو او د شتمنو کسانو د کورنۍ د غړیو په تښتولو سره د هغوې د خلاصون  لپاره پیسې غواړي .