-
د ملګروملتونو امنیت شورا د روا والي له کړکیچ سره مخ ده
Dec 06, 2020 09:53زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي د امنیت شورا په کړچار باندې نیوکې سره وویل دغه ارګان د کمزوري ، منفعلانه او په ځینو موردونو کښې په غیر قانوني او له قانون څخه د ورهاخوا کړچار په دلیل د روا والي او د اعتبار له کړکیچ سره مخامخ دی .
-
امریکا د سوریې د خلکو د تیلو او پانګې په لوټلو لګیا ده
Nov 26, 2020 09:15په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي یواړخیز بندیزونه غیرقانوني، غیرانساني او په ماتې محکوم وبلل او ویې ویل: امریکايي ځواکونه د شام د خاورې د نیواک په دوام سره د دغه هیواد د تیلو او پانګې په لوټلو بوخت دي.
-
ایران د امریکې او اسرائیلو ادعاؤ ته هیڅ اهمیت نه ورکوي
Nov 20, 2020 04:00په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتو په دفتر کښې د ایران دائمي استازي او سفیر وویل: ایران د ایټمي انرجۍ په نړیوال آژانس او غړو هیوادونو باندې د دباؤ اچولو په موخه د امریکې او اسرائیلو بې بنیاده او غولونکو ادعاؤ ته د هیڅ ارزښت قائل نه دی.
-
امنیت شورا د رواوالي او اعتبار له کړکیچ سره مخامخ ده
Nov 17, 2020 04:14په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهویت دائمي استازي وویل: امنیت شورا د خپل کمزوري، نرم او ځینې وختونه یې د غیرقانوني او له قانونه د وتلې کړنلارې په وجه د رواوالي او باور له کړکیچ سره مخ ده.
-
امنيت او ثبات په پېسو اخېستونکے نه دے
Oct 21, 2020 01:35د ايران خارجه وزير د فارس خليج په سيمه د وسلو ترټولو ستر خرڅونکي په توګه په امريکې باندې په نيوکې سره وويل.، کېدې شي يو څوک په پېسو سره ډېرې پېچلې وسلې واخلي خو حقيقت دا دے چې امنيت او ثبات په پېسو سره اخېستونکے نه دے.
-
درې واړه جزيرې ايراني دي او تر ابده به ايراني وي
Oct 21, 2020 01:15په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د سيمې د صلحې او امنيت په ترويج کښې د ايران په برخه اخېستلو باندې په تاکيد سره وويل: "بوموسی، تنب بزرگ و تنب کوچک" درې واړه جزيرې ايراني دي او تر ابده به ايراني وي.
-
د ایران پرضد وسله وال محدودیتونه نن ختم شول
Oct 18, 2020 00:57ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې (۱) رسمي خبر پاڼې په خپرولو سره د تهران د وسله والو محدودیتونو د ختمیدا په هکله ټینګار وکړ له نن ورځې څخه د ایران ا سلامي جمهوریت کولای شي هرډول وسلې او ضروري تجهیزات له هرې سرچینې او له قانوني محدودیت پرته او یوازې د خپلو دفاعي اړتیاو پراساس برابر کړي او تهران دغه راز د خپلو سیاستونو پراساس دفاعي وسلې صادرولی شي .
-
د امریکا یواړخیز پالنه او نړیوال ګواښونه :-
Oct 15, 2020 11:09د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په دریمې (۳) کمیټۍ کښې د ایران استازي محمد زارعیان وویل د یواړخیز پالنې دوام د بشري حقوقو د لوړتیا او د ملاتړ لپاره نړیوال ګواښ دی .
-
روسیې د ایران پرضد له بایکاټونو سره مخالفت وکړ
Oct 01, 2020 12:26ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا په راتلونکي میلادي میاشت کښې په امنیت شورا باندې د ماسکو د پړاویزې مشرۍ په مناسبت نن د دغه شورا په غونډې کښې وویل د ایران پرضد د بایکاټونو بیرته ستنیدل منتفي دي .
-
د بندیزونو د راستنولو لپاره د امریکې کوششونه غیرقانوني دي
Sep 25, 2020 12:48د ایران او روسیې مرستیال خارجه وزیرانو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لغو شویو بندیزونو د راستنولو لپاره د امریکې د هلوځلو په غیرقانوني والي ټینګار وکړ.