-
د انګلستان ۱۰ کارګري اتحادیو له لندنه وغوښتل ،له سعودي عربستان سره دې پوځي ملګرتیاوې غوڅې کړي
Sep 27, 2026 07:32د انګلستان د ۱۰ کارګرانو د اتحادیو عمومي منشیانو د کارګر ګوند د کلني کنفرانس په درشل کې، د یمن له انصارا... سره د سعودي عربستان پر وړاندې د لندن د پوځي ملاتړ په اړه د انډي برنهم د حکومت پر پرېکړې نیوکه وکړه او د دواړو هېوادونو د پوځي ملګرتیاو د درولو غوښتنه یې وکړه.
-
د کاربندیزونو څپه د انګلستان د ډیپلوماسۍ تر زړه ورسېده
Sep 27, 2026 05:14پارس ټوډې – په لیورپول کې د انګلستان د واکمن ګوند د کلني کنفرانس له پیل او د حکومت د کړنو پر وړاندې د اعتراضونو له زیاتېدو سره هممهاله، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ناراضه کارکوونکي هم د دندو د پراخ کمولو او د کاري امنیت د لا خرابېدو په غبرګون کې کاربندیز کوي.
-
اروپا څنګه د ایران پر ضد په جنګ کې پټه شریکه شوه؟ (سیاسی تبصره)
Sep 25, 2026 15:29پارس ټوډې ــ د شمالي اټلانټیک تړون (ناټو) موسیسې عمومي منشي مارک روته په یوې نوې څرګندونې کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد په تپلي جنګ کې د دغه لوېدیځي ائتلاف د مستقیمې لاسوهنې خبر ورکړ.
-
په بریتانیا کې جوماتونو له اسلام ضده پروسې سره د مقابلې لپاره خپلې دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې
Sep 22, 2026 06:40په بریتانیا کې له ۱۰۰ څخه زیاتو جوماتونو د دې لپاره خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستې، څو لیدونکو ته له اسلام او مسلمانانو سره د لا زیاتې بلدتیا زمینه برابره کړي.
-
د جرمني د دفاع وزیرمنلې چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي
Sep 22, 2026 05:32د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس په خپلو څرګندونو کې، په منځني ختیځ کې د شخړو او پر ایران د امریکا د تېري کوونکي او بېدلیله برید ته په اشارې سره وویل چې ایرانیان ډېر قدرتمند دي او په دفاع کې هم ډېر ښه عمل کوي.
-
نیویارک ټایمز: هګست د امریکا د ملي امنیت «ویجاړوونکی غونډسکه ده
Sep 09, 2026 05:47پارس ټوډې ـ نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ډونالډ ټرمپ او پیت هګست سختې نیوکې کړي او خبرداری ئې ورکړی چې له ایران سره له جنګ وروسته د وسلو د زېرمو کمېدل، د ائتلافونو کمزوري کېدل، له ارام سمندر څخه وتل او د پوځ سیاسي کول، امریکا او لوېدیځ د خپلو سیالانو پر وړاندې لا زیانمن کړي دي.
-
په جنایتونو کې له صهیونییټي رژيمه د انګلستان او فرانسې ملاتړعمدا دی
Aug 23, 2026 12:25پارس ټوډې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، له تیریګر او جنایتکار صهیونیسټي رژیمه د انګلستان او فرانسې د دوامدار ملاتړ د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او دا ئې د دغه رژیم په جنایتونو کې قصدي ګډون وباله.
-
د فلسطینیانو په ملاتړ د انګلستان زرګونو خلکو لاریونونه وکړل
Aug 23, 2026 12:35پارس ټوډې - د فلسطین د ولس پلویان د غزې تړانګې د بشري وضعیت په اعتراض کې د انګلستان په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته ووتل.
-
غریبابادي: د ایران ملت د ګواښ پر وړاندې لا ټینګ درېږي
Aug 19, 2026 12:53پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار کړی، چې د ایران ملت نن خپل برخلیک ټاکي، د فشار پر وړاندې شاتګ نه کوي او د تحمیل او ګواښ پر وړاندې لا ټینګ درېږي.
-
د لندن ښاروال په انګلستان کې د اسلام ضده پروسې په پراخېدو سختې نیوکې وکړې
Aug 10, 2026 12:43د بریتانیا د لندن ښاروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه د دې لامل کېږي چې بریتانوي مسلمانان ځانونه د دویمې درجې ښاریز احساس کړي.