-
پزشکیان: د څو اړخیزتوب ملاتړي دې متحد شي / د سیاحت په نړیوال نندارتون کښې د اسرائیلو د شتون مخنیوی
Sep 22, 2025 06:20پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ځینو هیوادونو له یو اړخیزو اقداماتو سره د مقابلې په اړتیا باندې ټینګار وکړ.
-
د اسلامي ایران خارجه وزیر نیویارک ته ورغی
Sep 22, 2025 00:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» د ملګروملتونو په کلنۍ غونډې کښې د ګډون لپاره امریکا ته د خارجه وزیر سید عباس عراقچي د روانیدا خبر ورکړ.
-
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایران د فرنګي کشتۍ د ملي ټیم د بریالیتوب په اړه مبارکي ورکړه
Sep 22, 2025 00:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضر ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په یوه پیغام کښې په دنیا کښې د ایران د فرنګي کشتۍ د ملي ټیم د اتل کیدا په مناسبت مبارکۍ ویلو سره د ملت د خوشحالو او د هیواد د عزتمن کولو لپاره د ورزشکارانو، د منیجر او د مدیر مننه وکړه.
-
ایراني ډیپلوماټ: د سنیپ بیک په اړه د اروپا اقدام د نه خپرولو رژیم جوړښت کمزوری کوي
Sep 21, 2025 11:26پارس ټوډې - یو ایراني ډیپلومات وویل چې ځینې اروپایی هیوادونه په خپلو غیرعادلانه اقداماتو سره، د وسلو د نه خپریدو رژیم ته زیان رسوي او له سنیپ بیک نه د ناوړه ګټه اخیستنې د پایلو مسؤلیت به د هغه د بنسټ ایښودونکو او ملاتړو په غاړه وي.
-
د ایران سپاه پاسداران د دښمن هر ډول محاسباتي تیروتنې ته په وژونکی ځواب ټینګار وکړ
Sep 21, 2025 11:18پارس ټوډې - د ایران د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک د مقدسې دفاع اونۍ د پیل په مناسبت په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ: د دښمن لخوا د هرې نوې محاسباتي غلطۍ او او تیري په صورت کې به، اسلامي جمهوریت برلاسی وي او د جګړې په ډګر کې به نوښت ولري او هغه ته به یو بل وژونکی او عبرتناک ځواب ورکړي.
-
له وټکاف سره د عراقچي خبرې اترې تکذیب شوې
Sep 21, 2025 11:16پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د لویدیځې آسیا لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره د خپلې وروستۍ لیدنې خبرونه رد کړل او ویې ویل: د ایران او امریکا ترمنځ مستقیم تماس یا خبرې اترې نه دي شوي.
-
مپنا ډله؛ د ایران د صنعت فعاله مرکز
Sep 21, 2025 10:10پارس ټوډی – د مپنا ډله( د ایران د بریښنا کوټونو د پروژو مدیریت)د ایران یو تر ټولو ستر او پرمختللی صنعتي شرکت دی چې د انرژۍ ، د ریل ګاډو د ټرانسپورټ، د تیلو او ګازو او د نویو ټیکنالوژیو په حوزو کښې فعالیت کوي.
-
ولي روسیه د ایران پرضد د دریو اروپايي هیوادونو اقدامات غیر قانوني ګڼي؟
Sep 21, 2025 08:06پارس ټوډی -د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ماسکو او بیجینګ د ایران پرضد د بایکاټونو د پریکړه لیک د لغو کولو د تمدیدا ملاتړ وکړ.
-
د ایران د ملي امنیت عالي شورا: له آژانس سره همکاري به وځنډول شي / د ایران له لارې د سیمه ایز دهلیز پراختیا
Sep 21, 2025 08:03پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا په یوه اعلامیه کې د اروپایي هیوادونو ویجاړونکو اقداماتو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره تهران همکاري به په نږدې راتلونکي کې وځنډول شي.
-
پنځه څیرې، پنځه خبرې | روسي شناندی: امنیت شورا د صهیونیسټانو وکیله ده
Sep 21, 2025 07:39پارس ټوډی - یو روسي کارپوه وویل: په امنیت شورا کې د ایران خلاف د بندیزونو د بیرته راګرځیدو د مخنیوي لپاره د مسودې پریکړه لیک په اړه رایه اچونه د لویدیځ تر فشار لاندې او د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ په موخه ترسره شوه.