-
د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا تپلی فرمان هیڅکله هم نه مني
Sep 02, 2026 05:22پارس ټوډې ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: ایران خپلې ملي ګټې د پرېکړو بنسټ ګرځوي او د امریکا د هڅو پر وړاندې چې غواړي خپلې غوښتنې پر ایران وتپي، تهران به د واشنګټن تپلي فرمان ته تسلیم نه شي.
-
پر ایران تېری په سیمې کې د بحران او ترینګلتیاؤ لامل شو
Sep 02, 2026 05:13پارس ټوډې ـ د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای ملګرتیاموسیسې په سرمشریزې کې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي، چې د دغې موسیسې یو مهم غړی دی، د روان کال په پیل کې په سیمې کې د یوه ستر بحران لامل شوه او د شخړو یوازینۍ حللاره ډیپلوماسي ده.
-
ایران په تېرو ۱۵ میاشتو کې په پوځي برخې کې د یوې لسیزې هومره پرمختګ کړی
Sep 02, 2026 05:04پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: په تېرو ۱۵ میاشتو کې مو په پوځي برخې کې د یوې لسیزې هومره پرمختګ کړی او ایران تر خپل دښمن ډېر توانېدلی چې خپل پوځي قدرت بېرته ورغوي.
-
د ایران او روسیې دوه اړخیزې اړیکې به لاژورې او پیاوړي شي
Sep 02, 2026 04:54پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان وویل: د ایران او روسیې ترمنځ اړیکه یوه عادي اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکې ســټراتېژیکې او پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.
-
د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وي،منع دي
Aug 29, 2026 05:17پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکي ولسمشر، قدرداني وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوي دي. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وي، ممنوع دي.»
-
ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره به د هېواد د اقتدار او عزت ساتنه کوو
Aug 29, 2026 06:46د ایران ستر ملت او قدرمن او معظم رهبر ته ډاډ ورکوو چې په بشپړ یووالي او انسجام سره، د هېواد له نورو قواوو سره یوځای به ان شاا...، د غوړېدو او پرمختګ په لاره کې د هېواد د اقتدار او عزت ساتونکي واوسو.
-
ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید درملنه ئې وشي
Aug 29, 2026 05:28پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې هغه وَهمي څرګندونې وبللې.
-
د اسلامي هېوادونو د همغږۍپیاوړتیا د سیمې د ثبات د ټینګښت لامل کېږي
Aug 26, 2026 05:36پارستودي ــ د ایران ولسمشر د سیمې پراخو زېرمو او سترو شتمنیو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې دښمنان دغو شتمنیو ته د طمې په سترګه ګوري او د ترلاسه کولو لپاره ئې د اختلاف، جنګ او شخړو د رامنځته کولو هڅه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د دې وضعیت پر وړاندې د مقابلې یوازینۍ لار د اسلامي هېوادونو هوښیارتیا او یووالی ساتل دي.
-
د زیاتره دباؤ ناکامي؛ د امریکا بندیزونه څنګه د خپل ځان پر ضد بدلېږي؟ (سیاسی تبصره)
Aug 26, 2026 06:41پارسټوډي ــ نوي راپورونه ښئي چې د ایران په ضد د امریکا د «زیاتره دباؤ» سیاست نور د دې توان نه لري چې ایران د خپل چلند بدلولو ته اړ کړي؛ بلکې ان ښائي د واشنګټن د بندیزونو قدرت کمزوری کړي.
-
له ایران سره د ګیسو و د نللیکې د بشپړولو پر سر د بندون د ختمولو لپاره د پاکستان هڅې دوام لري
Aug 26, 2026 06:26د پاکستان ډان ورځپاڼې د ایران او پاکستان ترمنځ د ګیسو د نللیکې د بشپړولو پر سر د څو لسیزو راهیسې د رامنځته شوي بندون د ماتولو لپاره د پاکستان د هڅو خبر ورکړی دی.