-
د ننګرهار په لالپوره ولسوالۍ کې له سلګونه کورنیو سره نغدي مرسته وشوه؛ نور جزئیات په راپور کې واورئ
Dec 18, 2023 12:24چارواکي وایي په دې کورنیو کې هېواد کې راستانه شوي کډوال، بې وزله او بې سرپرسته کورنۍ شاملې دي. نور حال له ننګرهار څخه زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
د «تحریکِ طالبانِ پاکستان» د وسلو د څیړلو لپاره له ملګرو ملتو غوښتنه
Dec 18, 2023 12:08د پاکستان حکومت په ماډرن وسلو د دغه هیواد د تحریکِ طالبان ډلې د سنبالښت په هکله د ملګرو ملتو د تحقیق غوښتنه وکړه.
-
طالبانو په زوره د افغان کډوالو په ایستنې نیوکه کړې ده
Dec 18, 2023 11:33د رییسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، یو ځل بیا د کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او دا یې د ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
-
جاپان په افغانستان کښې د عفوني ناروغیو د مخنیوي په لړ کښې مرسته کړې
Dec 18, 2023 10:58د روغتیا نړیوال سازمان خبرورکړی چې جاپان هیواد د افغانستان له صحي برخو سره (۶) میلیونه او( ٩٠٠) زره امريکايي ډالره مرسته سره کړي ده .
-
غزه کښې د وژل شویو صهیونیسټي ځمکنیو ځواکونو د مړو شمیر ۱۲۶ ته ورسید
Dec 18, 2023 09:47د صهیونیسټي رژیم رسنیو رپورټ ورکړی چې د غزې په ځمکنۍ جګړه کښې د دغه رژيم د وژل شویو پوځیانو شمیر۱۲۶ ته ورسید.
-
کاکړ: هیڅ قانوني کډوال مو له پاکستانه نه دی ایستی
Dec 18, 2023 09:42د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې د افغان کډوالو په وړاندې هیڅ مسئولیت نه لري او د دوي لپاره پاکستاني ښاریز په وړومبیتوب کښې دي.
-
حماس: مقاومت تر میاشتو میاشتو پایدارۍ ته تیار دی
Dec 18, 2023 08:45د حماس چارواکي ویلي دي چې صهیونیسټي رژيم یوازې درې انتخابونه لري او مقاومت د میاشتو میاشتو پایدارۍ ته تیار دی.
-
په پولو کښې د توغندوي او ډرون یونټونو په لګولو سره ګواښونو ته سمدستي ځواب ورکوو
Dec 18, 2023 08:12په پولو کښې د توغندوي او ډرون یونټونو په لګولو سره ګواښونو ته سمدستي ځواب ورکوو
-
د فلسطین په موضوع باندې خبرې نشي کیدلای
Dec 18, 2023 02:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام بیګا په دې خبرې سره چې په سره سمندر کښې د عملیاتو بندول د فلسطین په غزې تړانګې باندې د تیریو له بندولو سره تړلي دي وویل د فلسطین په موضوع خبرې نشي کیدلای.
-
ترهګرې ډلې د صهیونیسټي رژیم له ملاتړه برخمنې دي
Dec 17, 2023 02:39د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: هغه ترهګرې ډلې چې د سیستان او بلوچستان ولایت د خلکو د سولې، امنیت او یووالی د ګډوډولو هڅه کوي، د صهیونیسټي رژیم له ملاتړه برخمنې دی.