د طالبانو یو جګ پوړی پلاوی ترکمنستان ته لاړ
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د خصوصي سکتور استازي هم په کې شامل دي، ترکمنستان ته تللی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ چې د خصوصي سکتور استازي هم په کې شامل دي، ترکمنستان ته تللی دی.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي دي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو د لومړي کنفرانس پرانیستل، د افغاني تولیداتو او تولیدي توکو نندارتون او د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ودې، د سوداګرۍ پراختیا او د "ټرانزیت" لپاره دوه اړخیزه غونډه ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي هم تیره اونۍ ترکمنستان ته سفر کړی و.
نوموړي په دغه سفر کې د ترکمنستان د دولت له بېلابېلو چارواکو سره د اړیکو د پراختیا، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.