-
سراج الدین حقاني وایي، اوسنی وضعیت د منلو وړ ندی او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.
Feb 12, 2023 08:35د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ خوست کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دوی حکومت ته په اشارې سره ویلي چې اوسنۍ وضعه د منلو وړ نده او پر اصلاحاتو یې ټینګار کړی دی.
-
ننګرهارکې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته
Feb 12, 2023 13:58زمونږخبریال راپور راکړی د ننګرهار باختر دولتي اژانس مدیر قریشي بدلون چې د ولایتي ادارې په استازیتوب له رسنیو سره خبرې کوي وایي تیره ورځ د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ اړوند په اتران سیمه کې د دوه کورنیو تر منځ د زمکې پر سر وسله واله نښته رامنځته شوه.
-
افغانستان ته کابو دوه میلیارډه ډالره رسیدلي دي
Feb 12, 2023 11:58شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د مرکزي بانک د راپور پراساس په دغه هیواد باندې د طالبانو له واکمنیدا وروسته د نړیوالې ټولنې ټولې نغدې مرستې اوس یومیلیارډ او نهه سوه دولس میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.
-
له امریکائي ډالر سره د اړوندوالی د غوڅولو لپاره د روسیې د ولسمشر یو بل ګام
Feb 12, 2023 11:40اوس مصرله روسیې سره په تجارت کې د ډالرو دحذفولولو لپاره مشورې پیل کړي دي .د مصر د شرقیه ولایت پخواني ګورنر رضا عبدالسلام دې ته په اشارې سره چې د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین د مصر له لیرې سره معامله کول منلي دي او له دې وروسته له روسیې څخه دمصرد واردؤنکو معاملې د لیرې په ورکولو سره ترسره کیدلی شي،ووئيل؛ډالر د امریکا یو ډول اړم دی او هغه څه چې روسیه او مصر ترسره کړي دي ،ډالر ته یو ګوزار حسابیږي.
-
د کرکټ لوبې افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا ځآیونو کې کینول کیږي
Feb 12, 2023 11:39د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ چې د مارچ وروستیو کې په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي، د لوبغالي د انتظامیې له لورې د دواړو لوبډلو افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا، جلا ځایونو کې کینول کیږي.
-
د غزني ولایت درملتونونه باید د درملو بیې په نسخې ولیکي نور جزیات په راپور کښې لرو
Feb 12, 2023 11:09زمونږ خبریال وايي د افغانستان په غزني ولایت کې هر درملتون والا اړ دی چې په نسخې باندې د درملو د بیي ټاپه لګوي
-
د سوریې په هکله د امریکا اقدام نمایشي دی
Feb 12, 2023 10:29تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ یوه مسوول په سوریې او ترکیې کښې زلزله ځپلیو ته د څو میلیونه ډالره مرستو په بیلولو کښې د امریکا نمایشي اقدام ته په غبرګون کښې وویل دغه پیسې د سوریې د شمال د تیلو له څاګانو څخه د امریکا د یوې ورځې د غلا کولو برابرې دي.
-
واټساپ کې د سل انځورونو او ویډیوګانو د لیږد سهولت
Feb 12, 2023 10:15واټساپ په تازه نوښتونو کې د چټ له لارې د دیرشو پر ځای د سل انځورونو یا د وزن مطابق ویډیو ګانو د لیږد سهولت رامنځته کړی،خو لا ترې ټول کارونکي ګټه نشي اخیستی.
-
موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
Feb 12, 2023 09:53د نړۍ تر ټولو زوړ نږدې لس کلن موږ نړیوال ریکارډ خپل کړ
-
افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړه لیږدول شوې
Feb 12, 2023 09:35د طالبانو حکومت د افغانستان بانک وایي، چې نن د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړه دې هېواد ته را ولیږدول شوه چې په کابل کې یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.