د سوریې په هکله د امریکا اقدام نمایشي دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127830-د_سوریې_په_هکله_د_امریکا_اقدام_نمایشي_دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ یوه مسوول په سوریې او ترکیې کښې زلزله ځپلیو ته د څو میلیونه ډالره مرستو په بیلولو کښې د امریکا نمایشي اقدام ته په غبرګون کښې وویل دغه پیسې د سوریې د شمال د تیلو له څاګانو څخه د امریکا د یوې ورځې د غلا کولو برابرې دي.
(last modified 2023-02-12T06:02:59+00:00 )
Feb 12, 2023 10:29 Asia/Kabul
  • د سوریې په هکله د امریکا اقدام نمایشي دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ یوه مسوول په سوریې او ترکیې کښې زلزله ځپلیو ته د څو میلیونه ډالره مرستو په بیلولو کښې د امریکا نمایشي اقدام ته په غبرګون کښې وویل دغه پیسې د سوریې د شمال د تیلو له څاګانو څخه د امریکا د یوې ورځې د غلا کولو برابرې دي.

د امریکا خزانې وزارت په تیرې جمعې ادعا وکړه چې تر یوسل اتیاو ورځو پورې د سوریې پرضد ځینې بایکاټونه ځنډوي چې له زلزله ځپلیو سره د مرستو کولو لپاره د معاملاتو د ترسره کیدا امکان برابر شي.

دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په سوریې کښې له داعش او ترهګرۍ سره د مقابلې په پلمه د سوریې پرضد په لس کلن جنګ کښې  په دغه هیواد کښې د بیلتون غواړو عناصرو ملاتړ کړی دی او د سوریې د تیلو بډایه سیمې یې په خپل نیواک کښې وروستلي دي.

د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ حسن البغدادي وویل سیمه د امریکا د کلابندۍ او د واشنګټن له غوښتنو د ځینو عربو رژیمونو د بشپړه پیروۍ په خاطر له کړکیچنو شرایطو سره مخ ده.

هغه وویل امریکا د سیمې د  ملتونو له لوږې سره د مخامخ کولو کوشش کوي او دا د امریکا د حکومت ماهیت او حقیقت چې نه انسانیت پيژني او نه بشري حقوقو ته هیڅ ارزښت ورکوي ښکاره کوي.