-
په امریکا کې د کرونا بیا ځلې خپرېدا
Dec 31, 2022 08:29په امریکا کې بیا ځلې د کرونا څپه راغلې او د هرې ورځې په تېرېدو سره، په دغه هیواد کې د بستري ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
-
نینوا، د شهید سلیمانی او المهندس په انځورونو سینګاره شوه
Dec 31, 2022 08:26د عراق په نینوا ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید حاج قاسم سلیماني او د حشد الشعبي مرستیال حاج ابومهدی المهندس د شهادت د کلیزې په مناسبت په ټول ښار کې د دغو شهیدانو انځورونه لګول شوي دي.
-
په عراق کې د داعش په وړاندې کامیابی باید د بهرني ځواکونو په وتلو سره بشپړه شي
Dec 31, 2022 08:24په عراق کې د عصائب اهل الحق د غورځنګ سرمنشي د دښمن له لورې د مقاومت د محور د شخصیتونو ټرورولو ته په اشارې سره، وویل: مونږ په داعش برلاسه شوي یو، دغه بریا باید له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره بشپړه شي.
-
د تحریک طالبان پاکستان ډله لس زره غړي لري
Dec 29, 2022 02:47زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وویل په سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو شمیر له اوو زرو څخه تر لسو زرو پورې دی او زیاته یې کړه ځینو وسله والو کسانو چې مخکې یې وسلې پرځمکه کیښودلي وې اوس په پټ ډول فعالیتونه له سره پیل کړي دي.
-
هند د پاکستان او چین سرحد ته نږدې توغندي دیره کوي
Dec 29, 2022 02:09زمونږ خبریال راپور راکړی هندوستان د دفاعي اقداماتو په لړ کښې خپل په لسګونو سټراټيژیک توغندي د خپلو سیمه ییزو سیالیو هیوادونو یعني د چین او د پاکستان سرحدونو ته نږدې دیره کوي.
-
ایران دښمنو رسنیو ته پیاوړی ځواب ورکوي
Dec 29, 2022 01:59زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند برید جنرال رمضان شریف په دې خبرې سره چې د ایران اینټرنیشنل او بي بي سي وغیره وغیره په شان دښمن ټیلي ويژن چینلونه بسیج شول چې ایران نابود کړي وویل ایران به د البانیا میشته منافقینو او د دښمن د رسنیو عواملو ته محکم ځواب ورکړي.
-
د اسلامي ایران سیاست حکیمانه دی
Dec 29, 2022 01:35زمونږ خبریال راپور راکړی د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست حکیمانه او مثبت وباله او ویې ویل چې مسقط ټول هیوادونه خبرو ته هڅوي.
-
بریتانیا په نړۍ کښې رسوا شوي ده
Dec 29, 2022 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د ولسي جرګې هاوس اف کامنز مشر لینډزي هویل وویل د واکمن کنزرویټو ګوند سیاسي ګډوډیو هیواد په نړۍ کښې شرمولی دی.
-
د افغانستان د ځینو ولایتونو د انجلیو ښوونځي خلاص دي
Dec 29, 2022 01:14صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هیواد په ځینو ولایتونو کښې د انجلیو د ځینو متوسطه او د ابتدايي ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا خبر ورکړ.
-
په بادغيس ولایت کې بزګرانو د کوکنارو پر ځای د هنجې کرکیلې ته مخه کړه
Dec 28, 2022 11:12زمونږ خبریال وايي د افغانستان په لویدیځ لور بادغيس ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې بزګرانو د کوکنارو پر ځای (هنجې) په خپلو ځمکو کې کري.