د تحریک طالبان پاکستان ډله لس زره غړي لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125458-د_تحریک_طالبان_پاکستان_ډله_لس_زره_غړي_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وویل په سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو شمیر له اوو زرو څخه تر لسو زرو پورې دی او زیاته یې کړه ځینو وسله والو کسانو چې مخکې یې وسلې پرځمکه کیښودلي وې اوس په پټ ډول فعالیتونه له سره پیل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2022 02:47 Asia/Kabul
  • د تحریک طالبان پاکستان ډله لس زره غړي لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وویل په سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو شمیر له اوو زرو څخه تر لسو زرو پورې دی او زیاته یې کړه ځینو وسله والو کسانو چې مخکې یې وسلې پرځمکه کیښودلي وې اوس په پټ ډول فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

هغه له ډان ټیلي ويژن سره په مرکه کښې دغه خبره ایشوا کړه چې په سیمه کښې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو شمیر له اووزرو څخه تر لسو زرو پورې دی او دوې سره د خپلو کورنیو پینځویشت زره غړي هم ورسره دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وویل ځینې ځايي خلک هم په جرمونو، له خلکو په زوره د پیسو په اخیستلو او نورو ورانکارو اقداماتو کښې لاس لري او تور یې ولګاوه چې د خیبر پښتونخوا صوبې حکومت د دغو کارونو په مخه نیولو کښې ناکامه دی.

هغه وویل د دغو ناوړه کارونو تر ټولو ستره وجه د خیبر پښتونخوا صوبې د حکومت او د ترهګرۍ ضد د ادارې ناکامه کیدل دي.

رانا ثناالله وویل دا د خیبر پښتونخوا صوبې او د ترهګرۍ ضد د ادارې کار دی چې د ورانکارو کسانو او د ترهګرو اقداماتو مخه ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په دغه خبرې باندې تبصره کولو سره چې تحریک طالبان پاکستان خبرې او اوربند د ځان د له سره منظمولو لپاره یوه پلمه وګرځوله وویل دغه ډله تیت پرک نه ده شوي بلکې د افغانستان د طالبانو له بریالیتوب وروسته نوره هم پیاوړي شوي ده.