-
د تهران او کابل چتاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
Aug 30, 2022 07:41د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې....سره دخپل ملګري ... له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې درته د تهران او په آخر کې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرني ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځي.
-
پاکستان د افغانستان په خاوره کښې د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي
Aug 30, 2022 03:14زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پرون وویل چې د پاکستان پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د افغانستان په خاوره کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
-
امریکا او ناټو د افغانستان اویا فیصده تاسیسات تباه کړي
Aug 30, 2022 01:10صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د ټرانسپورټ او د هوانوردۍ وزارت وویل د امریکا او د ناټو عسکرو له دغه هیواد څخه د وتلو په وخت د هوايي ډګرونو اویا فیصده تاسیسات تباه کړي دي.
-
شمالي قطب کښې د ناټو د شتون هدف له روسیې سره ټکر دی
Aug 30, 2022 01:02ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف وویل په شمالي قطب کښې د ماسکو شتون د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه ګڼل کیږي خو په دغه سیمه کښې د ناټو تړون د عسکرو د شتون هدف له روسیې سره ټکر دی.
-
له افغانستانه په امریکا د برید احتمال زیات شوی
Aug 30, 2022 00:54ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپئو ادعا وکړه؛ په امریکا باندې د افغانستان له خاورې د حملې احتمال زیات شوی.
-
امریکا د افغانستان پخواني پایلوټان د اوکراین جنګ ته استوي
Aug 30, 2022 00:44تاس خبري اژانس پرون وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د افغانستان پخوانیو پایلوټانو او نورو افغانانو ته چې د افغانستان د تیر حکومت په امنیتي ځواکونو کښې یې کار کاوه د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې پوځي روزنه ورکړي ده او هغوې د پولینډ هیواد له لارې اوکراین ته استوي.
-
د عراق ځواکونه د خلکو د ژوند د ساتلو مسوول دي
Aug 30, 2022 00:25ایرنا خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې رسنۍ پرون د بغداد په ناکراریو کښې د کابو دولسو کسانو د وژل کیدا او د لسګونو نورو د ژوبلیدا خبر ورکوي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل امنیتي ځواکونه د اعتراض کونکو د ژوند د ساتلو مسوول دي.
-
افغانستان ته نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شول
Aug 29, 2022 23:46شفقنا خبري اژانس وايي نړیوالې ټولنې څلویښت میلیونه ډالره د افغانستان مرکزي بانک ته ورکړل. څه موده مخکې هم نړیوالې ټولنې د افغانستان مرکزي بانک ته نور څلویښت میلیونه ډالره ورکړي وو.
-
په افغانستان کې د؛دیدنو؛فلمي چشنواره پيل شوې
Aug 29, 2022 09:17د ؛دید نو؛ فم جشنواره ، په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت قدرت ته د رسیدا په لومړۍ کلیزې کې ددغه هیواد په پلازمینې کابل کې کار پیل کړ.
-
سعودي عربستان د یمن اوبو په کیمیاوي موادو ککړې کړي دي
Aug 29, 2022 00:43المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د اوبو او د ژواک چاپیریال وزارت د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا په راډیو اکټیو او کیمیاوي موادو باندې د الحدیده ولایت د اوبو د سرچینو د ککړولو خبر ورکړ.