د عراق ځواکونه د خلکو د ژوند د ساتلو مسوول دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120332-د_عراق_ځواکونه_د_خلکو_د_ژوند_د_ساتلو_مسوول_دي
ایرنا خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې رسنۍ پرون د بغداد په ناکراریو کښې د کابو دولسو کسانو د وژل کیدا او د لسګونو نورو د ژوبلیدا خبر ورکوي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل امنیتي ځواکونه د اعتراض کونکو د ژوند د ساتلو مسوول دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 30, 2022 04:55 Asia/Kabul
  • د عراق ځواکونه د خلکو د ژوند د ساتلو مسوول دي

ایرنا خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې رسنۍ پرون د بغداد په ناکراریو کښې د کابو دولسو کسانو د وژل کیدا او د لسګونو نورو د ژوبلیدا خبر ورکوي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل امنیتي ځواکونه د اعتراض کونکو د ژوند د ساتلو مسوول دي.

خبري سرچینو پرون د بغداد په شنه سیمه کښې له امنیتي ځواکونو سره د  مقتدا صدر د پلویانو په پرون ورځې مظاهرو کښې د دولسو کسانو د وژل کیدا او د دوه سوه نورو د ژوبلیدا خبر ورکړی.

دغه پیښه هغه وخت رامینځته شوه کله چې د عراق د صدر ډلې مشر مقتدا  صدر پرون وویل چې د تل لپاره له سیاست څخه څنګ ته کیږي.

د عراق لومړي وزیر کاظمي وویل امنیتي ځواکونه د اعتراض کونکو د ژوند د ساتلو مسوول دي او په دې هکله د هر ډول خلاف ورزۍ کول قانوني تعقیبونه لري.

هغه له مظاهره چیانو غوښتي وو چې د بغداد له شنبې سیمې ووځي او د عراق خلک د فتنې په لور حرکت ونکړي.

کاظمي وویل په حکومتي ودانیو باندې د اعتراض کونکو تیری غندل شوی اقدام دی او هغه له قانوني چوکاټ څخه بهر دی.

بل خبر دا چې د عراق د شیعه ډلو د غږملتیا چوکاټ بیګا په صدر ډلې غږ وکړ چې د خبرو میز ته ورستنه شي.

د عراق د دغو ډلو په بیانیې کښې ویل شوي دي کله چې په حکومتي ادارو باندې تیري کیږي او هغه د نسکوریدا په درشل کښې نو بیا بې طرفه نشي پاتې کیدلای.
دغو ډلو د عراق په ټولو خلکو غږ وکړ چې له فتنه اچونکو څخه ځانونه لیرې وساتي.