-
امریکې سره مو هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې نه دي کړي
Jan 29, 2022 02:55د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل چي په ویانا کې د ایران مذاکراتي پلاوې هیڅ ډول مستقیمي خبري اترې له امریکایانو سره نه دي کړي.
-
په ویانا کې د اروپایي هیوادونو د بهرنیو چارو له مسئول سره د باقرې دوې اړخیزي سلامشورې
Jan 29, 2022 02:54په ویانا کې د مذاکراتو د اتم پړاو د سلامشورو په دوام کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال «علی باقري» د اروپایي هیوادونو د بهرنیو چارو د مسئول له مرستیال سره خبرې اترې وکړې.
-
له شمال څخه جنوب ته د کرېډور بشپړېدا د ایران او د ګاونډیو لپاره زیاتې ګټي لري
Jan 29, 2022 02:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ګیلان ولایت ته د سفر پر مهال، تاکېد وکړ چي له شمال څخه جنوب ته د کرېډور بشپړېدا ایران او ګاونډ هیوادونو ته زیاتې اقتصادي ګټې لري.
-
د افغانستان کرکټ لوبډله سریلانکا ته د ماتي په ورکولو نیمه پای لوبې ته ووته
Jan 29, 2022 02:50د افغانستان د کرکټ تر ۱۹کلنو کم عمره لوبډله د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې د سریلانکا لوبډلې سره مخ شوه او د سریلانکا لوبډلې ته یې د څلور منډو په توپیر ماته ورکړه.
-
په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
Jan 29, 2022 02:47د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چي په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال بېړنیزو بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
په ویانا کې د مذاکراتو وروستیو پړاونو ته رسېدلي یو
Jan 29, 2022 02:44د دریو اروپایي هیوادونو استازو اعلان وکړ چی ایران سره د بندیزونو د ختمېدو په مذاکراتو کې خبري اترې خپلي وروستي پړاو ته نژدې شوې او سیاسي پرېکړو ته ضرورت لری.
-
د ایران له لوري په بلوچستان ایالت کې د ټروریستي برید غندنه
Jan 29, 2022 02:39په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې په پاکستاني فوځیانو وروستی ټروریستي برید وغندل.
-
له سوریې څخه د غیرقانوني بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د روسیې غوښتنه
Jan 28, 2022 11:33په ملګرو ملتونو کې د امنیت شوا په غونډه کې د روسیې د استازي مرستیال «دمیتري پولیانسکي» وویل: مسکو د سوریې له خاوري څخه د ټولو هغو بهرنیو ځواکونو د بېړنیز وتلو غوښتونکی دی چي په دغه هیواد کې په غیرقانوني توګه حضور لري.
-
هند ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سفر وځنډېدل
Jan 28, 2022 10:14ټاکل شوې وه چي د ایران د بهرنیو چارو وزیر هند ته سفر وکړي خو په کرونا باندې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر د اخته کېدو د امله دغه سفر له ځنډ سره مخ شوی دی.
-
په هلمند کې د چاودنې د امله دریو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې
Jan 28, 2022 10:09د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ چاودنې، یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.