د  ایران له لوري په بلوچستان ایالت کې د ټروریستي برید غندنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i111678-د_ایران_له_لوري_په_بلوچستان_ایالت_کې_د_ټروریستي_برید_غندنه
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې په پاکستاني فوځیانو وروستی ټروریستي برید وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2022 02:39 Asia/Kabul
  • د  ایران له لوري په بلوچستان ایالت کې د ټروریستي برید غندنه

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې په پاکستاني فوځیانو وروستی ټروریستي برید وغندل.

د ایران پرس له راپور سره سم، په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په خپل ټوییټر کې د دې برید د غندلو تر څنګ، د پاکستان له ولس او حکومت او د دې جنایت د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دې په بیانولو چي د ټروریسم ټول ډولونه د غندلو دی، یادونه وکړه چي له ټروریسم سره د کارنده مبارزې لپاره د سیمي هیوادونه باید له یو بل سره همکاري وکړي.

د پنجشنبې په شپه د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د دې هیواد په سرحدي ځواکونو برید وشو چي د امله ۱۰ پاکستاني فوځیان ووژل شو.

ویل کیږي چي د دې ترهګریز برید مسئولیت د بلوڅ ازادی غواړې او بېلتون پالي ډلي غاړه اخیستې ده.