په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111684-په_افغانستان_کې_۲۳_ملیونه_وګړي_بېړنیو_بشري_مرستو_ته_اړتیا_لري
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چي په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال بېړنیزو بشري مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2022 02:47 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چي په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال بېړنیزو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې تر ټولو د زیانګالو کسانو تر پېژندنې وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام د نورو بشري سازمانونو په مرسته خوراکي توکي وېشي.

دا په داسي حال کې دی چي امریکا د افغانستان د شتمنیو په کنګولو او د دې هیواد په بانکي نظام په بندیز لګولو سره، په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران د رامینځ ته کېدو تر ټولو ستر لامل بلل کیږي.