په هلمند کې د چاودنې د امله دریو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې
Jan 28, 2022 10:09 Asia/Kabul
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د هاوان د یوې زړې مرمۍ چاودنې، یو ماشوم وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد هلمندي وویل پېښه هغه مهال وشوه چې یوه ماشوم د ګرشک ولسوالۍ په سربند سیمه کې د هاوان له ناچاودې مرمۍ سره لوبې کولې.
په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودنې په پېښو کې د انساني تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
څه موده مخکې د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې هم د هاوان د زړې مرمۍ په چاودنه کې د ۶ ماشومان په ګډون ۷ کسان او په سبا یې په همدې ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې دوې مېرمنې ووژل شوې.
ټیګونه