-
صهیونیستانو په یوه میاشته کې ۱۳۵ فلسطیني یانو ته مرګژوبله واړوله
Dec 02, 2021 14:10په تېره میاشته کې په فلسطین باندې د صهیونیستي ترهګرو ځواکونو د بریدونو په دوام کې د دوو ماشومانو په شمول ۱۳۵ فلسطینی وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
سعودي کابل ته خپل ۱۴ډیپلوماټان راولېږل
Dec 02, 2021 14:08د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبره پاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د سعودي عربستان حکومت خپل ۱۴ تنه ډیپلوماټان کابل ته استولي او فعالیت یې له سره پیل کړی دی.
-
ارزګان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی
Dec 02, 2021 13:57د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څو برابره زیات شوی دی.
-
نړیوال بانک ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته رالېږي
Dec 02, 2021 10:03ټاکل شوې نړیوال بانک په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالره، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ څخه د ملګرو ملتونو دوو مرسته رسوونکو بنسټونو ته ورکړي.
-
په افغانستان کې د سفارتخانو د خلاصولو لپاره د نړۍ له هیوادونو څخه د طالبان غوښتنه
Dec 02, 2021 09:37په افغانستان کې د طالبانو د موقتې ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړۍ له هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي په کابل کې خپلي سفارتخانې له سره پرانیزي.
-
د کورونا ویروس نوی ډول اومیکرون امریکا ته ورسید
Dec 02, 2021 02:50زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د ناروغیو د کنټرول او د مخه د نیولو مرکز سي ډي سي پرون د اومیکرون په نوم د کورونا په نوي او خطرناک ویروس باندې د یوه (۱) ککړ کس د معلومیدا خبر ورکړ .
-
د امریکا ولسمشر بایډن د پخواني ولسمشر سیاستونو ته دوام ورکړی
Dec 02, 2021 02:35زمونږ خبریال وايي د امریکا مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي د اوسني ولسمشر جوبایډن خارجي سیاست تر ډیره حده د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو تعقیبول وباله .
-
امریکا د ډیموکراسۍ د غونډې د ترسره کولو اخلاقي اجازه نلري
Dec 02, 2021 02:24ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې وویل امریکا د ډیموکراسۍ په ډګر کښې د ډیرو نیمګړتیاو په لرلو سره د جمهوریت د کانفرنس د ترسره کولو لپاره اخلاقي اجازه نلري .
-
ایران کښې د افغانستان ښاریزو ته پاسپورټونه استول شوي
Dec 02, 2021 02:11اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په حکم سره په ایران کښې د افغانستان د هستوګه مهاجرینو لپاره پینځه زره (۵۰۰۰) پاسپورټونه راوستول شول .
-
افغانستان کښې د لوږې د ناورین په هکله خبرداری ورکړل شوی
Dec 02, 2021 01:36صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان په هرات ولایت کښې د بې سرحده ډاکټرانو د مدیریت مرکز په دغه هیواد کښې د لوږې د کړکیچ په هکله خبرداری ورکړ .