-
له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو
Jan 26, 2024 01:35په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.
-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Jan 25, 2024 02:23د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي
Jan 25, 2024 01:56په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.
-
له ترکیې سره د اړیکو سویه به ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسوو
Jan 24, 2024 12:09د ایران ولسمشر ترکیې ته له روانیدو مخکښې وویل: د ایران او ترکیې د سوداګري اړیکو د سویې د لوړولو لپاره د ایران هدف ۳۰ میلیارډه ډالر دی.
-
طالبان وايي، له نړۍ سره تعامل غواړو
Jan 24, 2024 11:43د طالبانو سیاسي مرستیال وویل: طالبان د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا له طالبانو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 24, 2024 11:35د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو زده کوونکو غوښتي چې ښوونځیو ته د افغان زده کونکو د راستنیدو ملاتړ وکړي.
-
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
Jan 24, 2024 11:07ژاو شینګ په کابل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
-
ننګرهارکې د سرې میاشتې ادارې له لورې لسګونه بې وزلو او سوالګرو میرمنو سره د کاري وسایلو مرسته وشوه
Jan 24, 2024 10:16دیادې ادارې چارواکي وایي دامیرمنې کولاې شي ددې وسایلو په مرسته د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو حل ته اوږه ورکړي