-
د غزې په روغتونونو د اسرائیل د رژیم جنایاتونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړوی دی
Oct 15, 2023 10:32د ایران د اسلامي جمهوریت د طبې نظام مشر د ډآکټرانو او روغتونونو په ملاتړ کې نړیوالو قوانینو او د جینیوا کنوینشن ته په اشارې سره، په غزې کې په روغتونونو او داکټرانو د اسرائیل د رژیم بریدونه د جنګي جنایاتو تر ټولو ناوړه بېلګه وباله.
-
د اسرائیل د رژیم د جنایاتو په دوام سره حالات به له کنټروله ووځي
Oct 15, 2023 10:30په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولی خبرداری ورکړی دی چي که د اسرائیل د رژیم جنګي جنایتونه او نسل وژنه سملاسي بند نه شي، ممکنه ده حالات له کنټرول څخه ووځي.
-
په فلسطین باندې د اسرائیل رژیم بریدونه د نسل وژنې او جنګي جنایت بېلګه ده
Oct 15, 2023 10:28د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې د بشري حقوقو د کمیټې منشي، د فلسطینیانو په ضد د صهیونیست رژیم چلند د نسل وژنې او جنګي جنایت بېلګه وباله.
-
په پوځي ډګر کې د فلسطین له مقاومته ملاتړ کوو
Oct 15, 2023 10:24په عراق کې د حشد الشعبي ولسي بسیج په ټولو ډګرونو او په نظامي اړخ کې د فلسطین له مقاومت نه په ملاتړ باندې ټینګار کړی دی.
-
په غزې کې د اسرائیل له جنایاتو د امریکا ملاتړ
Oct 15, 2023 10:21د یمن د انصارالله د غورځنګ غړی وویل: د غزې په تړانګې د صهیونیستي رژیم جنایتونه د امریکا په ملاتړ سره دوام موندلي دي.
-
طالبانو د افغانستان په وړاندې د پوټین خبرې بې بنیاده وبللې
Oct 15, 2023 10:12په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې هیواد په هکله د روسیې د ولسمشر وروستۍ خبرې بې بنیاده بللې دي.
-
په هرات کې بیا ځلې زلزله شوې
Oct 15, 2023 10:08نن په هرات ولایت کې د زلزلې د امله یو کس خپل ژوند د لاسه ورکړي او ۹۳ تنه ژوبل شوي دي.
-
ولسمشر رئیسي د قطر له امیر او د عراق له لومړي وزیر سره د فلسطین د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې
Oct 15, 2023 02:23د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د فلسطین د اوسني وضعیت او د غزې د تړانګې د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وکړې.
-
په کابل کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد او د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریون
Oct 15, 2023 04:09زرګونه کسانو د کابل ښار د عیدګاه مسجد مخې ته په راټولېدو سره؛ د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیسټي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر؛ لویه ولسي غونډه او مظاهره وکړه. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د ننګرهار والي د دې ولایت د سوداګرو له لورې شوې نغدي او د توکو مرسته د هرات والي ته وسپارله
Oct 15, 2023 03:55له ننګرهار څخه په یو بل کاروان کې د ولسي وګړو او ځوانانوپه لاس راټوله شوې مرسته هم هرات ولایت ته ولیږل شوه. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ