طالبانو د افغانستان په وړاندې د پوټین خبرې بې بنیاده وبللې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې هیواد په هکله د روسیې د ولسمشر وروستۍ خبرې بې بنیاده بللې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د جمعې په ورځ د مشترک المنافع هیوادونو په غونډه کې د افغانستان په حالاتو اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وویل: زه داسي فکر کوم چي د افغانستان له خاورې نه د ګواښونو په هکله د تاجیکستان اندېښنې پر ځای دی، د افغانستان حالات لا هم پېچلي دي او ګواښونه موجود دي.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو د حکومت له لورې د ګواښونو د رامینځ ته کېدو په هکله وویل: افغانستان پرامن دی او هیڅ یوه ترهګره ډله په کښې نه شته چي ګاونډیانو ته ګواښ رامینځ ته کړي.
هغه زیاته کړې: د روسیې د ولسمشر خبرې ممکنه ده د ناسمو معلوماتو په بنیاد وي، ځکه چي افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د هیڅ یو هیواد لپاره ګواښ نه دی رامینځ ته کړی.
تاجیکستان تر اوسه په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتونه اندېښنه څرګنده کړې ده لیکن طالبانو تل دغې اندېښنې بې ځایه بللې دي.