په غزې کې د اسرائیل له جنایاتو د امریکا ملاتړ
د یمن د انصارالله د غورځنګ غړی وویل: د غزې په تړانګې د صهیونیستي رژیم جنایتونه د امریکا په ملاتړ سره دوام موندلي دي.
په یمن کې د انصارالله د غورځنګ غړی خالد المدانی د ایران پرس له خبریال سره په مرکه کې وویل: امریکایان په ډاګه په غزې باندې د صهیونیستانو له بریدونو ملاتړ کوي او له دغه رژیم سره فوځي او مالي مرستې کوي.
هغه ټینګار وکړ چي امریکایانو له صهیونیستانو څخه د ملاتړ لپاره د چمتوالې اعلان کړی دی او سربېره پر دې په نړیوالو ټولنو کې هم له صهیونیستانو څخه سیاسي ملاتړ کوي.
خالد المدانی وویل: امریکایان همدارنګه په ځینو اسلامي او عربي هیوادونو باندې هم فشار راولي چي له صهیونستانو څخه ملاتړ وکړي.
په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزیر تل ابیب ته په سفر تللی او د صهیونیست رژیم له لومړي وزیر سره په کتنه کې په غزې باندې د دې رژیم له جنایتونو ملاتړ کړی دی.