-
د چابهار د بندر د پراختیا په موخه هند سره د اوږدمهالې قرارداد لپاره د ایران چمتووالی
Aug 22, 2022 01:44د ایران د ښار جوړونې او د لویو لارو وزیر وویل چي تهران چمتو دی له هندوستان سره د چابهار د بندر د پراختیا په موخه اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړي.
-
د بندیزونو د لیري کولو او د برجام د موافقې په اړه وروستي معلومات
Aug 22, 2022 01:42د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان د بهرني اړیکو او د ملي امنیت د کمیسیون ویاند د مذاکراتو د وروستي حالاتو په هکله ویلي چي د مسودې د برابرېدو په اپوټه ځینې مسایل لا هم نه دي حل شوي.
-
د امارات سفیر تر اوو کلونو وروسته تهران ته راستنیږي
Aug 22, 2022 01:40د امارات د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي په راتلونکو ورځو کې به خپل سفیر ته ولېږدوي.
-
د واشنګټن بهرنی سیاست د درک وړ نه دی
Aug 21, 2022 11:39امریکایي استراټژیست جان جوردن ویلي چي د واشنګټن بهرني سیاست نامعلومه دی او د درک وړ نه دی.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې مهم قدرت او په نړیوالو چارو کې رول لوبوونکی دی
Aug 21, 2022 11:35په فوځي چارو کې د معظم رهبر سلاکار تاکید وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت په یو مهم سیمه ایز قدرت بدل شوی چي په نړیوالو چارو کې فعاله ونډه لري.
-
په زرګونو ټروریستان په سوریه کې د امریکې تر نظارت لاندې ساتل کیږي
Aug 21, 2022 11:33په عراق کې حشد الشعبی خبرداری ورکوي چي امریکا او د قسد په نامه د امریکې د لاسپوڅو ځواکونو تر نظارت لاندې په سیمو کې تر ۱۰ زره زیات داعشیان ساتل کیږي چي د عراق امنیت ته لوی ګواښ رامینځ ته کړی دی.
-
هند سره د سولې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر غوښتنه
Aug 21, 2022 11:31د پاکستان لومړي وزیر چین سره د ښو اړیکو د دوام په ضرورت باندې په تاکید سره، وویل: مونږ هندوستان سره هم د خبرو اترو له لارې د دوامداره سولې په لټه کې یو.
-
الاقصی جومات به ژر ازاد شي
Aug 21, 2022 11:28د الاقصی د جومات خطیب د صهیونیستي رژیم له لوري د الاقصی جومات د سوځولو په درو پنځوسمه کلیزه کې وویل چي الاقصی جومات او قدس شریف یوازې په جهاد او مبارزې سره د صهیونیستانو له منګولو خلاصېدایشي.
-
پاکستان له افغانستان څخه ډبرو سکرو په وارداتو تعرفه زیاته کړې
Aug 21, 2022 11:26د پاکستاني سرچینو په وینا، په کراچۍ کې د ګمرکونو د ارزونې عمومي ریاست له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو ګمرکي تعرفه له ۸۳ ډالرو څخه ۱۴۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
-
په هیڅ یوه غونډه او مذاکراتو کې د خپل ولس تر حقوقو نه شاته کیږو.
Aug 21, 2022 11:24د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل چي په هیڅ یوه غونډه یا خبرو اترو کې د خپل ولس له حقوقو څخه نه شاته کیږو او د ستونزو د هوارولو او پرمختګ لپاره هڅو ته دوام ورکوو.