شیخ صبري:
الاقصی جومات به ژر ازاد شي
د الاقصی د جومات خطیب د صهیونیستي رژیم له لوري د الاقصی جومات د سوځولو په درو پنځوسمه کلیزه کې وویل چي الاقصی جومات او قدس شریف یوازې په جهاد او مبارزې سره د صهیونیستانو له منګولو خلاصېدایشي.
د اګوست یوویشتمه په نړۍ کې د جومات د ورځ په توګه نومول شوې ده، ځکه چي صهیونیستانو په داسي یوه ورځ کې په قدس شریف کې الاقصی جومات ته اور واچول.
الاقصی جومات د اسلامي- فلسطیني هویت د بیلګې په توګه تل د صهیونیستي رژیم له یرغل او ورانوونکو اقداماتو سره لاس په ګرېوان پاته شوی.
د الاقصی د جومات خطیب شیخ عکرمه صبری د یکشنبې په ورځ وویل: د الاقصی د جومات او د قدس شریف اور لا هم دوام موندلی، قدس شریف او الاقصی جومات اوس هم د صهیونیستانو د یرغل د امله له سختو حالاتو سره مخامخ دي.
صبري زیاته کړه: د فلسطینیانو د کورونو نیول او یهودیانو ته ورکول، د فلسطینیانو د کورونو ورانول، په جوماتونو باندې بریدونه او داسي نور جنایات لا هم د صهیونیستانو له لوري دوام موندلي دي.
فلسطینی کارپوه علی ابواراس وایي چي صهیونیستان د فلسطینیانو د کورنو په ورانولو او د صهیونیستي ښآرګوټو په جوړولو سره، غواړي د الاقصی د جومات چار چاپېر او قدس ښار له مسلمانانو خالي کړي او یهودیانو ته په لاس ورکړي.
هغه همدارنګه صهیونیستانو سره د ځینو عربو هیوادونو ملګرتیا، او د مسلمانانو په حق کې د هغوی خیانت ته په اشارې سره زیاته کړه: د فلسطین ولس په هغه عرب هیوادونه چي صهیونیست رژیم سره د ابراهیم موافقه لاسلیک کړې، باور نه لري، ځکه چي دغه موافقه صهیونیستانو ته د لا زیاتو جنایاتو لپاره زمینه برابره کړې ده.