-
ملابرادر د اذربایجان له لومړي وزیر سره د اړیکو پر پراختیاخبرې کړي
Jul 03, 2025 01:29د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان تللی دی.
-
د امام خامنهای پر ضد هر ډول تیری به په پاکستان کې د امریکایانو لپاره ناامني رامنځته کړي
Jul 02, 2025 01:48د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مجلس غورځنګ مشر د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود آیتالله العظمی سید علی خامنهای ژوند ته هرډول ګواښ او تیری ، د عقیدې، کرامت او اسلامي امت پر ضد تیری وباله او و ې ویل چې په داسې بڼه کې به په پاکستان کې هیڅ امریکائی په امان کې نه وي.
-
د امریکایی فکر خونې تحلیل: په ایران برید د ټرمپ د جګړې ضد سیاستونو ناکامي ده
Jul 01, 2025 10:41پارس ټوډی - د «ریسپانسیبل استیتکرفت» فکرخونې د ټول هیواد په کچه د نظرپوښتنو پایلو ته په اشارې سره چې په ایران باندې د سپینې ماڼۍ له برید سره د امریکایانو مخالفت ښیې، ویلي چې د ټرمپ حمله، د جنګونو د ختمولو او له پوځي او صنعتي قدرت سره د مقابلې لپاره د هغه د ژمنو د بشپړې ماتې نښه ده.
-
د ایران په هکله د هګسټ تند چلند ته د فاکس نیوز غبرګون؛ کانفرسونه جنرالانو ته وسپاره!
Jul 01, 2025 08:21پارس ټوډی- فاکس نیوز ټیلیویژني چینل په ایران باندې د امریکې د حملې د اغیزې په هکله له پوښتنې وروسته د دغه هیواد د دفاع وزیر په غصه کیدو نیوکه وکړه.
-
اهل سنت عالمان مسلمان مشرانو او ځوانانو ته: له صهیونیسټي رژیم سره مقابله وکړئ
Jul 01, 2025 07:09پارس ټوډی- د ایران څه باندې ۱۳۰۰ اهل سنت علماو، پوهانو او متفکرانو د اسلامي هیوادونو مشرانو او ځوانانو ته په په خطاب کښې په یوې بیانیې کښې، په امریکې او صهیونیسټي رژیم باندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریا مبارکي وویله.
-
تبصره - په نړۍ کې د حکومتونو د بدلولو لپاره د هرې هڅې د ویجاړونکو پایلو په اړه د روسیې خبرداری
Jun 30, 2025 13:40د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف (پرون) یکشنبې خبرداری ورکړ چې په هیوادونو کې د حکومتونو د بدلولو غوښتنې او هڅې کولی شي نړۍ د دوزخي ګډوډۍ په لور بوځي.
-
جرمن چارواکي د هټلر په ژبه خبرې کوي، د پارلیمان قانون لازم الاجرا دی
Jun 30, 2025 11:34د ایران د خارجه وزارت ویاند د جرمني د صدراعظم ایراني ضده څرګندونو ته غبرګون وښود.
-
پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۵ تنه مړه شوي
Jun 30, 2025 11:03پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له قوله راپور ورکړی چې د مونسوني بارانونو په پیلیدو سره سېلابونو راوتلو، په دغه هېواد کې ۴۵ تنه مړه کړي دي.
-
ملګري ملتونه دې اسرائیل او امریکا د ایران پر ضد د تېریګرو په توګه مسؤلیت منلو ته اړ کړي
Jun 30, 2025 02:40پارس ټوډي - د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» د ملګرو ملتو سر منشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې په رسمي توګه غوښتنه کړې چې د اسرائیلي رژیم او امریکا دې د تېريګرو په توګه وپېژندل شي او د تاوان ورکولو او زیانونو د جبرانولو پشمول دې د دو ي مسئولیّت په رسمیت وپېژندل شي.
-
یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي
Jun 30, 2025 02:37د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.