یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161726-یونیسف_اداره_وائي_په_میلیونونو_افغان_ماشومان_له_واکسین_څخه_محروم_دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو    ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.
(last modified 2025-06-29T22:09:59+00:00 )
Jun 30, 2025 02:37 Asia/Kabul
  • یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسین څخه محروم دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو    ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.

د تسنیم خبري اژانس  په وینا، یونیسف  ادارې پخپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلي چې یوازې ۱۶.۲  ٪  افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او خبرداری ئې ورکړی چې دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند د مخنیوي وړ ناروغیو له خطرې سره مخ کړی دی.

په اعلامیې کې  زیاته شوې چې افغانستان د نړۍ په هغو ۲۰ لومړیو هېوادونو کې دی چې تر ټولو زیات «بې ډوز» یا غیر واکسین شوي ماشومان لري.

دغه نړیوالې موسیسې  د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کلونو د خوندیتوب  پروګرامونو کې له  پانګونې سره سره ، په میلیونونو افغان ماشومان لا هم د وژونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.