-
په درست پاکستان کې د پاراچنار د شیعیانو د وژلو په محکومیت کې مظاهرې دوام لري
Jul 31, 2024 03:45ترټولو ستره غونډه په اسلام اباد کې د پریس کلب په وړاندې شوي او اعتراض کونکو سړیو،ښځو او ماشومانو د شعارونو په ورکولو سره دپاراچنار د بې دفاع خلکو په ضد دتکفیری ترهه ګرو ډلو وسلوال اقدامات په سخته محکوم کړي او ګواښ ئې کړی دی چې که حکومت او پوځ په دې اړه جدي اقدامات ونه کړي ،نو په نزدې راتلونکي کې به دپاراچنار په لور لاریون وکړي.
-
پاکستان کښې د کرمې او پاړه چنار وروستي امنیتي حالات او اندیښنې
Jul 29, 2024 13:02پارس ټوډې - د پاکستان په شمال لویدیځ کې په کورمې ضلعې کې وسلوالې نښتې په شپږمه ورځ هم روانې دي او د وروستیو اطلاعاتو په اساس پکې ۳۵کسان وژل شوي او څه دپاسه ۱۶۰نور ټپيان شوي دي . د پاکستان اهل تشیّع وائي ،تکفیري عناصر له ترهه ګرو سره په ملګرتیا سره ددغو غمیزو عاملان دي.
-
د پاکستان د پاره چنار بصریت لرونکي خلک دې د امن د دښمنانو ناپاکې ارادې ناکامې کړي
Jul 25, 2024 12:00د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر او سناتور علامه راجه ناصر عباس جعفري په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د کورمې ضلعې پاراچنار خلک دې د هیواد ددښمنانو ناپاکې ارادې ناکامې کړي او پخپل وحدت او یووالي سره دې دغو سپيرو دسیسو ته کلک ځواب ورکړي.
-
دکابل واکوالان دې پوهه شي،ټي ټي پی د پاکستان لپاره سره کرښه ده
Jul 24, 2024 02:51د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي دتحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د اسلام اباد حکومت یوه سره کرښه وبلله او د افغانستان د سرپرست حکومت ته ئې په خطاب کې ووئيل، هیله مند یوو افغان طالبان ددغې ترهه ګرې ډلګۍ په ضد اغیزشیندونکي اقداما ت وکړي.
-
افغانانو ته د آسټرالیا له لوري د غرامت ورکولو پرېکړه کوچنۍ ده
Jul 22, 2024 08:24د طالبانو سرپرست حکومت وايي، اسټراليايي ځواکونو په افغانستان کې ستر جنایتونه تر سره کړي دي او د تاوان ورکولو پرېکړه يې کوچنۍده.
-
پاکستان د پلمو لټوَلو په ځاي خپل امنیت پخپله تامین کړي
Jul 20, 2024 08:56د افغانستان د حکومت په قطر کې د سیاسی دفتر مشر دافغانستان د سفیر د احضارولو په غبرګون کې ووئيل، پاکستان دې و پلمو لټوَلو په خاي خپل داخلی امنیت پخپله تامین کړي.
-
د بنو په چاوڼئ د ترهه ګرو حمله 8 فوځیان شهیدان او10یرغلګر هلاک شول
Jul 16, 2024 10:12د پاکستان د پوځ د آئي ایس پی آر په اعلامیې کې وئیل شوي دي ، د افغانستان د طالبانو حکومت دې ددغه شان جنایتکارو په خلاف اقدامات وکړي او په دغه هیواد کې فعال ترهه ګردې یا سزا کړي او یا ئې پاکستان ته حواله کړي.
-
د پاکستان په پيښور کې د ټي ټي پي یو خطرناک کمانډرهلاک او ۴ پوځيان هم وژل شوي دي
Jul 11, 2024 02:36د پاکستان دپوځ د ائي ایس پی آر د اعلامیې په اساس د ترلاسه شوو اطلاعاتو په اساس دپيښو په حسن خیلو کې ګډ عملیات وشول. د پاکستان حکومت د کمانډر عبدالرحیم دسر انعام شپیته لکه روپۍ ټاکلی ؤ.
-
پاکستان به په افغانستان کې پر ترهه ګرو بریدونو ته دوام ورکړي
Jul 03, 2024 09:00د پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ووئيل، دغه هیواد به د نوی پوځي عملیاتو په توګه او د له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په موخې سره په افغانستان کې د ترهه ګرو په ضد خپلو حملو ته دوام ورکړي.
-
د افغانستان طالبانو د ټي ټي پي له پيزواني کولوسره موافقه کړې ده
Jun 23, 2024 12:01د پاکستان د مشرانو جرګې ددفاعي چارو د کمیټې مشر مدعی شوی چې د افغانستان دطالبانو حکومت دتحریک طالبان پاکستان له هماغه ټي ټي پي له کنټرولولو سره موافقه کړې ده.