په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153338-په_افغانستان_کې_په_خوارځواکۍ_د_اخته_ماشومانو_شمېر_په_ډېرېدو_دی
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون پرون پنج‌شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې، ګرځنده روغتیايي ټیمونه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ثابت کلینیکونه د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ ټکان ورکوونکې پېښې ثبتوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې کورنۍ له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخامخې دي.
(last modified 2024-10-18T10:01:43+00:00 )
Oct 18, 2024 14:29 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون پرون پنج‌شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې، ګرځنده روغتیايي ټیمونه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ثابت کلینیکونه د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ ټکان ورکوونکې پېښې ثبتوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې کورنۍ له اقتصادي بې‌ثباتۍ سره مخامخې دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون په اعلامیه کې راغلي، دوی د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا د ژوند ژغورنې فعالیتونو لپاره د ناورین پر وړاندې د مبارزې اضطراري صندوق ته ۵۷۰ زره امریکایي ډالره ځانګړي کوي.

يونېسف ويلي، چې قوت بخښونکي خواړه د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ د درملنې لپاره حیاتي دي او یونېسف یوازینی بنسټ دی چې په افغانستان کې ماشومانو ته دا ډول خواړه برابروي.

په افغانستان کې یوشمېر مېندې او پلرونه وايي چې، ماشومان یې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو مرستندوی صندوق (یونېسف) د تلې میاشتې پر دویمه ویلي وو، په افغانستان کې تر درې سوه درې څلوېښت زره  ډېر خوارځواکي ماشومان د درملنې لپاره روغتونونو کې بستر شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وږي میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د خوړو د کموالي د بحران له امله ۲.۹ ميلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌مخې، له دغو ماشومانو څخه څه باندې ۸۵۰ زره یې په حادې یا سختې خوارځواکۍ اخته دي.