-
دمګړئ له کابل سره اسلام اباد هیڅ ډول اړیکه نه لري
Oct 14, 2025 10:57د پاکستان دفاع وزیر ووئیل؛د افغانستان په وروستیو حملو وروسته،دمګړئ د اسلام آباد او کابل ترمینځ هیڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم اړیکه نشته او عمومي فضا لا هم ترینګلې ده.
-
فلسطینی ملت به هم یوه ورځ د آزادۍ اختر وګوري
Oct 14, 2025 10:24د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر فلسطیني ملت ته په یوه پیغام کې د دوي د همت او مقاومت په دوام باندې په ټینګار سره وویل؛د افغانانو په څېر به چې له پنځوس کلنو بحران وروسته بریالي شول، فلسطینیان به هم یوه ورځ د بریا او آزادئ خوند وڅکي.
-
د ایران د اقتصاد وزیر: شنه پانګونه او نوښت د ایران او تاجکستان د پایښت لرونکي پرمختګ بنسټ دی
Oct 14, 2025 09:59پارس ټوډې - د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر د ایران او تاجکستان ترمنځ اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د انرژۍ، ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او کرنې په برخو کې د شنو پانګونو او سیمهییزو همکاريو فرصتونه یې د سیمې د پایښت لرونکي پرمختګ بنسټونه وبلل.
-
تر وروستیو پورې به د فلسطین د ملت د مبارزې ملاتړ وکړو
Oct 14, 2025 09:54د یمن دفاع وزیر په یوه پیغام کې د انصارالله غورځنګ مشر ته د ۱۴ اکتوبر د انقلاب په دوه شپیتمه کلیزې په مناسبت د مبارکئ په ورکولو سره وویل: تر وروستۍ سلګئ پورې به د فلسطیني ملت د مبارزې ملاتړ وکړو.
-
د بیجنګ د اسلام آباد او کابل ترمنځ د مینځګړیتوب لپاره تیار دی
Oct 14, 2025 09:42چین د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د حکومت ترمنځ په وروستیو سرحدي شخړو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواؤ ئې غوښتي څو دواړه خواوې دې خپل ځواکونه کنټرول کړي او د متقابلو اندېښنو د حل لپاره دې له خبرو اترو کار واخلي.
-
خبرونه | لاریجاني: مقاومت تل بریالی دی / چین: له امریکا سره په سوداګریزه جګړه کې تر پایه جنګېږو
Oct 14, 2025 09:33پارس ټوډې - د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، د فلسطین د خلکو له خوا د صهیونیسټي رژیم له بند څخه د خلاصو شویو بندیانو د هرکلي په اړه لیکلي: مقاومت تل بریالی دی او پایښت لري.
-
د بندیانو خوشی کیدل د مقاومت لاس ته راوړنه وه
Oct 14, 2025 09:23د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ مشر وویل: د فلسطینيو عاموخلکو او مقاومتي مبارزانو د ډيرو بندیانو خوشي کیدا په اړه لاس ته راوړنه یوازې د مقاومت په میړنتوب او سرښیندنې او د قربانيو او فلسطینيانو د یووالی له امله ترلاسه شوې ده.
-
ولې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی زیات شوی؟ پایلو ته یې یوه کتنه لرو
Oct 14, 2025 09:16پارس ټوډې - د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی په وروستیو ورځو کې د پراخو پوځي نښتو لامل شو، چې ریښه یې په تاریخي اختلافاتو، د ترهګرۍ په اړه تورونو او د حاکمیت په نقضولو کې ده.
-
په ایران کې د آییني او دودیزو نندارو د فسټیوال پنځه نه هېرېدونکي انځورونه
Oct 14, 2025 08:38د دوه ویشتم آییني او دودیزو نندارو فسټیوال اختتامیه غونډه د څو نمانځنو او د ایراني نندارو د څو ټوټو په اجرا سره، د تهران په تاریخي اتحادیه ماڼۍ کې ترسره شوه.
-
پاکستاني رسنۍ: د غزې لپاره د ټرمپ طرحه به ناکامه شي
Oct 14, 2025 08:34پارس ټوډې - یوې پاکستاني ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د ډېرو دلایلو په یادولو سره اعلان وکړ چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې طرحه به ناکامه شي.