درې ایراني سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168954-درې_ایراني_سپوږمکۍ_فضا_ته_وتوغول_شوې
پارس‌ټوډې – درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» فضا ته وتوغول شوې.
(last modified 2025-12-29T07:16:02+00:00 )
Dec 29, 2025 11:43 Asia/Kabul
  • درې ایراني سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې

پارس‌ټوډې – درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» فضا ته وتوغول شوې.

درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» د یکشنبې په ماښام د روسیې د وستوچني فضايي اډې څخه د سایوز-۲.۱بي توغندي په وسیله فضا ته وتوغول شوې.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال او د ایران د فضايي څېړنو د مرکز رئیس، وحید یزدانیان وویل: دا درې سنجشي سپوږمکۍ له ۱۵ مترو څخه تر پنځو مترو کم تفکیک شوي ځواک لرونکي انځوریز معلومات لېږي، او د دغو معلوماتو په کارولو سره په ایران کې د پراخو فعالیتونو امکان شته.

هغه وویل چې دا انځورونه د کرنې، د اوبو د سرچینو مدیریت او چاپېریال ساتنې په برخو کې کارېدلی شي.

د ایران د فضايي څېړنو د مرکز رئیس له پخوانیو نمونو سره د دې سپوږمکیو د توپیر په اړه وویل: دا سپوږمکۍ له ځمکې څخه د ۵۰۰ کیلومتره په واټن کې ځای پر ځای کېږي، چې د لئو مدار بلل کېږي.

تر دې مخکې، په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي ویلي وو چې د فضا په برخه کې د ایران او روسیې همکارۍ پراخې دي، او د درې نویو سپوږمکیو د توغولو لپاره د وستوچني فضايي اډې ټاکل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او د ټکنالوژۍ د لېږد په چوکاټ کې دي.

کاظم جلالي زیاته کړه: د دغو درې نویو سپوږمکیو په توغولو سره، هغه ایراني سپوږمکۍ چې د وستوچني فضايي اډې له لارې مدار ته استول شوې، شمېر یې اوو ته ورسېد.

په مسکو کې د ایران سفیر ټینګار وکړ: د دې سپوږمکیو د جوړولو په برخه کې د ایراني ساینسپوهانو لاسته راوړنې، د ایران پر وړاندې سره له ټولو ګواښونو او بندیزونو، ترلاسه شوې دي او له همدې امله ځانګړی اهمیت لري.