لاوروف: د فلسطیني دولت جوړېدل د تاریخي بې‌عدالتۍ جبران دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i168950-لاوروف_د_فلسطیني_دولت_جوړېدل_د_تاریخي_بې_عدالتۍ_جبران_دی
پارس‌ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د فلسطین د خپلواک هېواد جوړېدل د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو اساسي ګام او د تاریخي بې‌عدالتۍ جبران دی.
(last modified 2025-12-29T06:59:07+00:00 )
Dec 29, 2025 11:26 Asia/Kabul
  • لاوروف: د فلسطیني دولت جوړېدل د تاریخي بې‌عدالتۍ جبران دی

پارس‌ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د فلسطین د خپلواک هېواد جوړېدل د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو اساسي ګام او د تاریخي بې‌عدالتۍ جبران دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» له  تاس خبري آژانس سره په مرکه کې، چې د یکشنبې په سهار خپره شوه، وویل: د فلسطین په مسئله کې اساسي ټکی، د تاریخي بې‌عدالتۍ جبران او د داسې فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د شرایطو برابرول دي چې د بقا وړتیا ولري.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، لاوروف زیاته کړه چې روسیه لا هم د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د شخړې د عادلانه حل ملاتړ کوي او د یوه باثباته فلسطیني دولت جوړېدل په دې لړ کې یو له مهمو بنسټیزو عواملو ګڼي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په میدان کې د وضعیت بې‌ثباتي، د سولې د تړونونو د عملي کېدو د راتلونکو ګامونو په اړه د ابهام له امله ده، او تر څو چې دا مسئله حل نه شي، د فلسطینیانو، یهودیانو او په ټوله کې د سیمې لپاره تلپاتې سوله به تضمین نه شي.

لاوروف د امریکا د ملي امنیت د نوې شوې تګلارې په اړه هم وویل چې دا سند د روسیې او واشنګټن ترمنځ له روانو خبرو اترو سره په ټکر کې نه دی، خو مسکو به یې پایلې د واشنګټن د عملي کړنو پر بنسټ وارزوي.

دغه لوړپوړي روسي ډیپلوماټ زیاته کړه چې دې تګلارې د لومړي ځل لپاره د ناټو د پراختیا مفکوره تر پوښتنې لاندې راوستې ده، او پکې د روسیې پر ضد د منظم مهار سیاست لپاره کوم غږ نشته.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا د ملي امنیت د تګلارې مرکزي اصول باید د عملي اقداماتو له لارې ملاتړ شي، او د دې تګلارې پلي کېدل یې د واشنګټن د خپل نړیوال دریځ د بیا ارزونې نښه وبلله.