-
صهیونیسټي رژیم به هېڅکله آرامتیا ونه ویني
Oct 11, 2023 10:34د ایران د اسلامي شورا مشر وویل، نن سبا اسلامي او عربي نړۍ د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې سره متحد دي او دغه رژیم په عملي ډول په خپل بهرني سیاست کې له نه جبران کېدونکو زیانونو سره مخ شوی دی.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو په اړه د روسیې او چین بېلابېل دریځونه
Oct 11, 2023 12:45د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته، له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا او د هغه د لوېدیځو ملګرو له بشپړ ملاتړ او حتی د واشنګټن له خوا دغه رژیم ته د پوځي مرستو او مهماتو له لیږلو سره سره، روسیې او چین د لوېدیځ د دوو سیالو قدرتونو په توګه، په دې برخه کې متفاوت دریځ غوره کړی او د لوېدیځ سیاستونه، په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو له حقونو څخه سترګې پټول، د وروستیو پېښو لامل ګڼلی دی.
-
د صهیونیسټانو د ماتې غږ د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
Oct 11, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.
-
هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي
Oct 11, 2023 10:54د نیجریه د شیعیانو مشر ټینګار وکړ: هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي
-
که امریکا په فلسطین کې مداخله وکړي، موږ به یې اډې په نښه کړو
Oct 11, 2023 09:43د عراق د حزب الله د کنډکونو عمومي مشر خبرداری ورکړ، که امریکا د فلسطین په نښتو کې لاسوهنه وکړي، د دغه هېواد اډې به ددغه غورځنګ د توغندیو له لوري په نښه شي.
-
هرات کې په زرګونه زلزله ځپلې په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې دي
Oct 11, 2023 08:56په داسې حال کې چې په هرات کې خیریه کارکوونکو د زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون وروستۍ هلې ځلې کولې، په زرګونو خلک چې په دغه زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي، د ژمې په درشل کې بې سرپناه پاتې دي.
-
اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۳.۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې
Oct 11, 2023 08:19اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته یې د بېړنیو بشري مرستو رسولو په موخه ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
-
د «الاقصی توپان» په اړه د ایران د حکومت د ویاند غبرګون
Oct 08, 2023 02:21د ایران د حکومت ویاند د مقاومتي ځواکونو له خوا د «الاقصی طوفان» عملیاتو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ماشومانو د وژلو د رژیم جنایتکارانه اقداماتو ته د فلسطیني ځوانانو ځواکمن ځواب ثابته کړه چې نن سبا صهیونیسټي رژیم تر بل هر وخت زیات د ماتې وړ دی.
-
د الاقصی طوفان له خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره د فلسطیني ملت خودجوشه حرکت دی
Oct 08, 2023 02:07د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني، د الاقصی طوفان عملیات، د خپلو اصلي او نه انکارېدونکي حقوقو د دفاع لپاره د مقاومتي ډلو او د فلسطین د مظلوم ملت خود جوشه حرکت یاد کړ.
-
د صهیونیسټي رژیم په برید کې ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹۷ نور ژوبل شوي دي
Oct 08, 2023 01:16د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د شنبې له غرمې وروسته تراوسه پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د برید له امله ۲۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹۷ نور ژوبل شول.