ترهګرې ډلې د صهیونیسټي رژیم له ملاتړه برخمنې دي
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: هغه ترهګرې ډلې چې د سیستان او بلوچستان ولایت د خلکو د سولې، امنیت او یووالی د ګډوډولو هڅه کوي، د صهیونیسټي رژیم له ملاتړه برخمنې دی.
د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی پرون ماښام د سیستان او بلوچستان ولایت په سویل کې د کنارک هوایي ډګر ته په رسېدو سره خبریالانو ته وویل: ترهګرې ډلې د صهیونیسټ رژیم له ملاتړه برخمنې دی او زیاته یې کړه: له ګاونډیو هېوادونو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت تمه دا ده چې د ګډو پولو په کنټرول کې لا زیاته پاملرنه وکړي، ځکه څرګنده شوې چې ترهګرې ډلې د پولې له بلې غاړې څخه راغلي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د پاکستان حکومت باید د ایران له اسلامي جمهوریت سره پر پولو باندې په جدي توګه کنټرول کړي او هغه نقطې چې ترهګرې ډلې د پولې دې غاړې ته راځي، کنټرول کړي، تر څو د ترهګرو اقداماتو او د ایران د اسلامي جمهوریت خاورې ته د ترهګرو د تیریو مخنیوی وکړي.
د جمعې په سهار د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت په راسک ښار کې ترهګرو د پولیسو پر مرکز حمله وکړه چې په دغه ترهګریز برید کې د راسک ښار د پولیسو د قوماندانۍ دولس تنه منسوبین شهیدان او یوشمېر نور ژوبل شول.
د جیش الظلم ترهګرې ډلې د راسک ښار د پولیسو پر مرکز د ترهګریز برید مسئولیت پر غاړه واخیست.