-
د امریکې او طالبانو ترمینځ د موافقې لاسلیکیدو ته د ایران د خارجه وزارت غبرګون
Mar 02, 2020 12:13ایران د هر هغه بدلون هرکلی کوي چې په افغانستان کښې له صلحې سره مرسته وکړي او د هغو هلوځلو پوره پوره ملاتړ کوي چې د صلحې په لړ کښې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.
-
ظريف له کورونا سره په مقابله کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې د مرستو قدرونه وکړه
Mar 03, 2020 01:46د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف بېګاپه يو ټوئيټ کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې او دوستو هېوادونو قدرونه وکړه چې د امريکې د اقتصادي ترهه ګرۍ باوجود يې له کورونا سره په مقابله کښې له ايران سره مرستې وکړې.
-
د برجام په ساتنې او د ايران په خلاف د ملګرو ملتو د بنديزونو له ستنولو سره په مخالفت د روسيې تاکيد
Feb 27, 2020 12:48روسيې د څلور جمع يو ډلې د يو غړي په توګه تل د برجام د ساتنې په ضرورت تاکيد کړے او دغه موافقه يې د سيمه ايز او نړيوال امنيت او صلحې د ساتنې په زمينه کښې يو مهم رول لوبونکې بللې ده.
-
کرونا،په سیاسی غرضونو ککړ ویروس
Feb 26, 2020 09:05دنړیوالې روغتیائي ادارې عمومی منشي تدروس اوهانوم ، دایران اسلامی جمهرویت په مدیترانې سیمې کې د روغتیائي چارو په زمینې کې یو مخکښ بللی او وئيلي ئې دي ، چې ایران په لوړو روغتیائي خدماتو سره ، د ماشومانو ،ښځو مړینې او خوریدونکي ناروغۍ کنټرول کړي دي .
-
د ايران په اسلامي جمهوريت کښې د اوۀ دېرشمو انتخاباتو رپوټ
Feb 24, 2020 10:49دوستانو د ايران په اسلامي جمهوريت کښې اوۀ دېرشم انتخابات نومې يو خاص مطلب درته دلته وړاندې کوو.
-
د روغتيا وزارت: په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر اتو ته اورسېد
Feb 23, 2020 12:21د روغتيا د وزارت د عمومي روابطو او اطلاع رسونې د مرکزمشر وويل: په ايران کښې د کورونا بيمارۍ د سرتاوانونو شمېر اتو تنو او په دغې بيمارۍ د اخته کسانو شمېر درې څلوېښتو ته اورسېد.
-
د برجام او د امريکې د يواړخيزپالنې په وړاندې د اروپا په انفعالي دريځونو د ايران د ولسمشر نيوکه
Feb 23, 2020 09:38له برجام څخه په وتلو کښې د امريکې اقدام د سيمې او نړۍ د ملتونو او خپله د امريکې د خلقو په ضرر دے.
-
له ايراني ولس څخه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر قدرونه/ د دښمنانو له دسيسې سره په مقابلې تاکيد
Feb 23, 2020 11:50د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انتخاباتو په ستر امتحان کښې د ايران د ملت د غوره ځلا او د دښمنانود هر اړخيزو پروپېګنډو او فرصت غوښتنو له ناکامولو څخه په قدرونې سره تاکيد وکړ: د هېواد مختلفو ارکانو ته د زيان رسولو لپاره د دښمن د دسيسې په مقابل کښې ټول پکار دي د دفاع لپاره بېدار او چمتو اوسي.
-
سعودي ته د پومپئو سفر او په ايران تور لګونه
Feb 20, 2020 12:49امريکه تل له خپلو انډيوالانو څخه د ملاتړ ادعا کوي او سعودي د واشنګټن د اصلي سيمه ايز انډيوال په توګه په دې زمينه کښې د ټرمپ د حکومت په سياست کښې يو خاص مقام لري.د امريکې لوړرتبه چارواکو په ځلونو رياض ته سفر کړے او له سعودي رژيم څخه په ملاتړ يې تاکيد کړےد ے.
-
د ایران د پارلمان او د خبرګانو د جرګې انتخابات نن کیږي
Feb 21, 2020 00:32زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د پینځم (۵) پړاو لومړي مینځ پړاوه انتخابات نن سهار اته (۸) بجې په ټول هیواد کښې پیلیږي .