د ایران د پارلمان او د خبرګانو د جرګې انتخابات نن کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د پینځم (۵) پړاو لومړي مینځ پړاوه انتخابات نن سهار اته (۸) بجې په ټول هیواد کښې پیلیږي .
د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو انتخابات به نن سهار د پارلمان د دوه سوه نوي (۲۹۰) استازیو د ټاکلو لپاره د ټول هیواد په دوه سوه اته (۲۰۸) انتخاباتي حوزو کښې ترسره شي .
د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو د کاندیدانو تبلیغاتي کمپاینونه پرون سهار پاې ته ورسیدل .
په عین حال کښې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ مشر جمال عرف د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو د انتخاباتو لپاره د اوه زره او یوسل اوه پنځوسو (۷۱۵۷)کاندیدانو له یوبل سره د سیالۍ کولو خبر ورکړ او ویې ویل په ټول هیواد کښې د رایو د اچولو څه د پاسه څلورپنځوس زره (۵۴۰۰۰) مرکزونه جوړ شوي دي .