-
د سوریې حکومت ته په لویدیځ او د امریکې په سیمه ایزو انډیوالانو باور نه و پکار
Dec 13, 2024 03:57د بشار الاسد حکومت د لویدیځو هیوادونو په باور او د امریکې سیمه ایزو متحدینو ته په نږدې کیدو سره ړنګ شو.
-
د تهران او انقرې ترمینځ د سوداګري ملګرتیاو هوکړه لاسلیک شوه
Dec 12, 2024 04:03د تهران او انقرې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو تفاهم لیک د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د ترکیې د سوداګرۍ د وزیر په شتون سره لاسلیک شو.
-
د ایران سمندري ځواکونه په بشري عملیاتو کې مهم رول لوبوي
Dec 11, 2024 10:11د ایران د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر شهرام ایراني، په نوشهر کې د سمندري طب په نړیوال کنفرانس کې د دې په بیان سره چې دغه ځواک په بشر دوستانه عملیاتو کې مهم رول لري وویل: د ایران سمندري ځواکونه په ذاتي تحرک، ملاتړ او لوژستیک سره کولای شي چې د اړتیا وړ مرستې چمتو کولو، د لټون او ژغورنې عملیاتو ترسره کولو لپاره رول ولوبوي.
-
د "ماشې میکانیزم" پلي کولو د ګواښ په اړه، امریکا او اروپايي ټرویکا ته د ایران خبرداری
Dec 11, 2024 09:34په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني په یوه رسمي لیک کې، د اروپایي ټرویکا د تورونو په اړه اعلان وکړ: د « ماشې میکانیزم » د اجرا په تړاو هر ډول ګواښ نه یوازې رغنده نه دی، بلکې د ایران له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.
-
د سوریې پیښې د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي دي
Dec 11, 2024 08:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په دې خبرې کښې باید شک ونکړو هغه څه چې په سوریې کښې رامینځته شول د امریکا او د اسرائیلو د کنټرول په کوټه کښې پلان شوي او د هغوې اصلي عاملان همالته دي.
-
د ایران د تیلو وزیر د اوپک پړاویز مشر شو
Dec 11, 2024 08:23د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر، په راتلونکي میلادي کال کې د نفتو د صادروونکو هېوادونو د سازمان (اوپک) د پړاویز مشر په توګه وټاکل شو.
-
سوریه به په بغاؤتونو کې ډوبه او د لیبیا په څیر ټوټه ټوټه شي
Dec 09, 2024 11:42پارس ټوډې- یوې فرانسوئ خپرونې د لیبیا د برخلیک په یادونې سره لیکلی دي، په زیات احتمال سره هماغه برخلیک د سورئې په انتظار کې دی او دغه وضعیّت سیمه تر کلونوکلونوپورې له دغه شان برخلیک سره مخامخیدلی شي.
-
په سوریه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ دوام، د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ دی
Dec 07, 2024 02:56د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په لیدنه کې زیاته کړه، له ترهګرو سره د مبارزې او ماتولو لپاره د سوریې او عراق له حکومتونو سره، د سیمې د ټولو هېوادونو ملاتړ ضروري او حیاتي دی.
-
د ایران د میزایلو د توان او د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر څرګندونې هېڅ منطقي بنسټ نه لري
Dec 07, 2024 02:53د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ایران د میزایلو د توان او د سوله ایزو اټومي فعالیتونو په اړه د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون د ادعا په ځواب کې، له نړیوالې سولې او ثبات سره د مرستې لپاره د فرانسې د ولسمشر پر خپلواک او رغنده چلند باندې ټینګار وکړ.
-
عراق د سوریې د حاکمیت پر ساتلو ټینګار وکړ
Dec 07, 2024 02:40د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر بسام صباغ سره په لیدنه کې، یو ځل بیا یې د سوریې د ملت او حکومت ترڅنګ د عراق پر دریځ او د دغه هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.