د تهران او انقرې ترمینځ د سوداګري ملګرتیاو هوکړه لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155192-د_تهران_او_انقرې_ترمینځ_د_سوداګري_ملګرتیاو_هوکړه_لاسلیک_شوه
د تهران او انقرې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو تفاهم لیک د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د ترکیې د سوداګرۍ د وزیر په شتون سره لاسلیک شو.
(last modified 2024-12-11T23:50:38+00:00 )
Dec 12, 2024 04:03 Asia/Kabul
  • د تهران او انقرې ترمینځ د سوداګري ملګرتیاو هوکړه لاسلیک شوه

د تهران او انقرې ترمنځ د سوداګریزو همکاریو تفاهم لیک د ایران د سړکونو او ښار جوړونې د وزیر او د ترکیې د سوداګرۍ د وزیر په شتون سره لاسلیک شو.

د ایران د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د نړیوالو چارو د مرکز مشر«امین ترفع»، بیګا ماښام د ایران او ترکیې د اقتصاد د ګډ کمیسیون د ۲۹مې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل: د ایران او ترکیې تر منځ د همکارۍ دغه تفاهم لیکونه د سوداګرۍ، ترانسپورت، ګمرکونو، ترانزیت، پانګونې، بانکدارۍ، برېښنا او انرجۍ، کرهڼې، کلتور، سیاحت او مرستې په بیلابیلو برخو کښې لاسلیک شوي دي.

ترفع څرګنده کړه: د اورګاډي د تعرفو د تنظیم په موخه د پلاويو د تبادلې، د اړوندو تفاهم لیکونو او د ریلي د ټرانسپورټ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او همدارنګه د نویو زیربناوو د رامنځته کولو په اړه چې دواړه هېوادونه سره نښلوي، هم تفاهم او پرېکړه وشوه.

هغه يادونه وکړه: اوسمهال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ١١،٧ ميليارده ډالره ده، چې ټاکل شوې ده په راتلونکو پنځو کلونو کې ٣٠ ميلياردو ډالرو ته ورسېږي.