-
په پاکستان او افغانستان کې هم دکرونا ویروس خوریدا په زیاتیدا ده
Apr 03, 2020 10:55وروستي راپورنه ښئ چې په امریکا کې د کرونا ویروس د خوریدا له امله د ککړو کسانو شمیر کابو دوه لکه شلو زرو ته رسیدلی او مړي هم څه دپاسه یولس زره تنه اعلان شوي دي همدرااز په درستې اروپا کې هم کرونا ویروس خوریدا په تیزۍ سره دوام لري ، البته ډیری راپورونه ښئ چې د امریکا پشمول درست اروپائي هیوادونه په روغتونونو کې د ویروس ضده موادو او ماسکونو له ډیر کمښت سره مخامخ شوي دي
-
په ایران کې په کروناککړ کابو۱۸زره کسان په درملنې پسې ښه شوي
Apr 03, 2020 10:45همدااوس دنړۍ تقریبا درست هیوادونه له کرونا ویروس خوریدا سره مخامخ شوي او په درستې نړۍ کې په دغه خوریدونکي ویروس د ککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یو میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دوي کابو څلور پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، البته په دوي کې لږترلږه دوه لکه پنځلس زره کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
-
دا فغانستان له زندانونو ۱۵۲۹بندیان دکروناناورغۍ په خاطر خوشی شوي
Apr 03, 2020 08:47په افغانستان کې تر پرون ناوخته پورې په کرونا ویروس کابو دوه سوه نهه پنځوس کسان ککړ شوي او اته کسانو هم ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
-
د امریکا څه د پاسه دوه لکه ښاریز کورنا وایروس لري
Apr 02, 2020 00:28زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره اوس دغه شمیر له دوه لکه کسانو ډیر شوی دی .
-
د کورونا وایروس ختمیدل نړیوال پیوستون غواړي
Apr 01, 2020 23:50ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د کورونا وایروس له مینځه وړل نړیوال پیوستون ته ضرورت لري وویل دغه وایروس سرحد ، ملیت او دین نه پیژندي او تراوسه کابو دوو سوو (۲۰۰) هیوادونو ته خپور شوی دی .
-
پاکستان کښې کورونا وایروس تبلیغیانو خپور کړی
Apr 01, 2020 02:01زمونږ خبریال وايي د پاکستان په اکثرو ښارونو کښې کورونا وایروس د هغو تبلیغیانو په وسیله خپور شوی چې له سعودي عربستان څخه د لاهور رائیونډ سیمې ته ورغلي دي .
-
د کورونا وائرسو له کبله د امریکې پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاؤن اعلان شو
Mar 31, 2020 12:52په امريکه کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو او مړو شمېر په زیاتېدو سره د دغه هېواد په پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاون اعلان شو.
-
د پاکستان د علماو شورا د ضروري توکو ذخيره کول حرام اعلان کړل
Mar 31, 2020 11:36د پاکستان د علماو شورا په يوې فتوې کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه په رامنځته شويو حالاتو کښې د خلقو د ضرورت وړ او ضروري څيزونو ذخبره کول حرام اعلان کړل.
-
په ايران کښې له کورونا سره په مبارزه کښې کاميابي د خلقو د ملاتړ په وجه ده
Mar 31, 2020 10:22د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې د هېواد طبي ځواک اوسنۍ کاميابي د ايران د خلقو د ملګرتيا او ملاتړ په وجه وبلله.
-
د ظريف ډېپلوميسي: د بشريت په خلاف د امريکې د چلند او واقعي اصليت په ډاګه کول
Mar 31, 2020 10:01د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې « له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره» تر عنوان لاندې په يوې مقاله کښې چې پرون خپره شوه په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره د دغې موضوع په اړه وليکل: «د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د غلي کښېناستېدو او تماشه کولو وخت تېر شوے دے.»