دا فغانستان له زندانونو ۱۵۲۹بندیان دکروناناورغۍ په خاطر خوشی شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89062-دا_فغانستان_له_زندانونو_۱۵۲۹بندیان_دکروناناورغۍ_په_خاطر_خوشی_شوي
په افغانستان کې تر پرون ناوخته پورې په کرونا ویروس کابو دوه سوه نهه پنځوس کسان ککړ شوي او اته کسانو هم ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2020 08:47 Asia/Kabul
  • دا فغانستان له زندانونو ۱۵۲۹بندیان دکروناناورغۍ په خاطر خوشی شوي

په افغانستان کې تر پرون ناوخته پورې په کرونا ویروس کابو دوه سوه نهه پنځوس کسان ککړ شوي او اته کسانو هم ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږ خبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په فرمان سره ،  د کرونا ویروس دخوریدا دمخنیوی په خاطر  د افغانستان  له زندانونو یو زر پنځه سوه نهه ویشت بندیان  خوشي شوي دي

 د افغانستان د زندانونود ا دارې ویندوي وحید ا... زاهدي پرون ناوخته وئيلي دي ، ددغه هیواد له زندانونو  په خوشي شوو  بندیانو کې یو زر څلور سوه پنځه دیرش سړي ، ۵۴میرنې  او ۴۰ماشومان شامل دي .

 هغه زیاته کړې،تر دې دمه کرونا ویروس د افغانستان په زندانونو کې خورشوی نه دی. 

 اشرف غني له دې مخکې اعلان کړی ؤ په زندانونو کې د کرونا ویروس د خوریدا دمخنیوي لپاره  به ددغه هیواد له زندانونو کابو لس میلیون کسان سوکه سوکه  خوشي شي .

د افغانستان د  ولسمشر دفرمان په اساس ، هغه  کسان له زندانونو خوشي کیږي ، چط  د هغوي خوشی کیدا  د ملی امنیت  او د ټولنې  دنظم  په ضد کوم ګواښ نه شمیرل کیږي.

 وروستی راپورونه ښئ چې  په افغانستان کې  تر پرون ناوخته پورې  په کرونا ویروس کابو دوه سوه نهه پنځوس کسان ککړ شوي  او اته کسانو هم  ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .