-
د کرونا ضده ویکسین د جوړولو لپاره باید هراړخیز کوشش وشي
Mar 29, 2020 03:16د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د هیواد له تکړه ډاکټرانو او نظرخاوندانو سره د ویډیو کانفرنس له لارې شوې غونډه کښې د ډاکترانو، نرسانو او درملیز سټاف د هلوځلو او سرشیندنو قدرونه وکړه.
-
په ايران کښې له يولس نيم زرو زيات کورونائي بيماران ښۀ شول
Mar 28, 2020 10:58د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، تر اوسه هغه يولس زره شپږ سوه نهه اويا کسان چې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.
-
له کورونا سره د مقابلې د پلانونو په پوره اجرا د ايران د ولسمشر تاکيد
Mar 28, 2020 10:27د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، د کورونا وائرسو د مخنيوي لپاره په ايران کښې د اجتماعي فاصلې رامنځته کولو پلان دې په دقت سره اجرا شي.
-
د ايران په خلاف د بنديزونو په دوام د واشنګټن تاکيد
Mar 28, 2020 09:54په ايران کښې د کورونا خپرېدل او له دغو مرګونو وائرسو سره د سختې مقابلې ضرورت د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د کمولو لپار د نړيوالو غوښتنو او دباونو د زياتېدو سبب شوے دے. د واشنګټن لخوا د ځينو ظاهري وعدو باوجود اوس د ټرمپ حکومت د تهران په خلاف د بائيکاټي دباونو په دوام تاکيد کوي.
-
په قندهار کښې هم یو لړ بندیزونه ولګیدل
Mar 28, 2020 08:17په قندهار کښي پر عامه ځایونو محدودیتونه زیات شول، چي پکښي له قندهار- هرات او قندهار – کابل سره د لویو مسافر وړونکو موټرو په تګ راټک هم بندیز لګیدلی دے.
-
ايران د کورونا ټېسټونو لپاره ګرځنډه او چټکه بائيولېجک لېبارټري جوړه کړه
Mar 28, 2020 07:55په تهران کښې د کورونا ټېسټونو لپاره د ګرځنډه چټکې بائيولېجک لېبارټرۍ مخکتنه اوشوه.
-
په افغانستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد
Mar 28, 2020 07:33د افغانستان روغتيائي چارواکو په دغه هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ ته د رسېدو خبر ورکړ.
-
کورونا وبا افغانستان کښې د یو بل کس ژوند هم واخیست
Mar 27, 2020 10:28د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هرات ولایت کې په کورونا وبا د اخته شوي کس په مړينې سره په هېواد کښې د دغې بيمارۍ له کبله د مړو شمېر دريو اورسېد.
-
د کورونا په سيوري کښې په ايران د امريکې نويو بنديزونو دوام
Mar 27, 2020 09:53د ايران خارجه وزير د تهران په خلاف د واشنګټن له زيات نه زيات دباو د دوام په اړه د امريکې د خارجه وزير د وروستي موقف په ځواب کښې مائک پومپئو «د نفرت وزير» وبلۀ.
-
په ايران نوي بنديزونه د امريکې د نفرت خپرونکي وزير د غيرانساني سياست يوه بله نمونه ده
Mar 27, 2020 07:40په ملګرو ملتو کښې د ايران د دائمي استازي وياندد ايران په خلاف د امريکې نوي بنديزونه د دغه انسان د غېر انساني سياست چې د دغه هېواد د نفرت خپرونکي وزير مائک پومپئو لخوا د ايران په خلاف هدايت کيږي يوه بله نمونه وبلله.