د کرونا ضده ویکسین د جوړولو لپاره باید هراړخیز کوشش وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88956-د_کرونا_ضده_ویکسین_د_جوړولو_لپاره_باید_هراړخیز_کوشش_وشي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د هیواد له تکړه ډاکټرانو او نظرخاوندانو سره د ویډیو کانفرنس له لارې شوې غونډه کښې د ډاکترانو، نرسانو او درملیز سټاف د هلوځلو او سرشیندنو قدرونه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2020 03:16 Asia/Kabul
  • د کرونا ضده ویکسین د جوړولو لپاره باید هراړخیز کوشش وشي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د هیواد له تکړه ډاکټرانو او نظرخاوندانو سره د ویډیو کانفرنس له لارې شوې غونډه کښې د ډاکترانو، نرسانو او درملیز سټاف د هلوځلو او سرشیندنو قدرونه وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د هیواد له تکړه ډاکټرانو او نظرخاوندانو سره د ویډیو کانفرنس له لارې شوې غونډه کښې د ډاکترانو، نرسانو او درملیز سټاف د هلوځلو او سرشیندنو قدرونه وکړه.

د پارس ټوډی د رپورټ له مخې ولسمشر حسن روحاني په دغې غونډې کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې له دې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره نن سبا ډیر کوششونه او خدمات روان دي، وویل: دم ګړۍ د ایران په درملیز سټاف او د سلامتیا په نظام باندې ښه ارامښت واکمن دی.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د کرونا وایرس خپریدو په ټولې دنیا کښې اقتصاد، سیاست، ټولنیزې چارې او د ژوند روده بدله کړې ده، ټینګار وکړ: پکار دي چې د کرونا لپاره د د ویکسین او درملو د جوړولو لپاره هراړخیزه او پوره پوره هیڅه وشي.