-
د فلسطین له خلکو د نړۍ د ولسونو ملاتړ دوام لري
Jan 02, 2024 01:48فارس خبري اژانس راپور راکړی پرون د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د ترکیې د عراق د پاکستان د جرمني او د امریکا په شمول د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې خلک د فلسطین د ولس په ملاتړ کښې واټونو ته راووتل.
-
اوکراین لس لکه بې پایلوټه الوتکې اخلي
Jan 02, 2024 01:32اناتولي خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین دفاع وزارت وویل نیت لري په نوي میلادي کال کښې کابو لس لکه بې پایلوټه الوتکې واخلي.
-
د فلسطین مقاومت ډلو اسرائیلو ته سخت تاوانونه اړولي دي
Jan 02, 2024 01:16ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې « القسام» غونډ ویاند ابو عبیده بیګا وویل د دغه ډلې مبارزانو په تیرو څلورو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم یواویا(۷۱) پوځي ګاډي تباه کړي او شپاړس صهیونیسټي پوځیان یې هم هلاک کړي دي.
-
امریکا په عربي نړۍ کښې د جنګ د پراخولو هڅه کوي
Jan 02, 2024 01:01فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن پارلمان د یمن په کشتیو باندې له حملې د امریکا هدف په عربي نړۍ کښې د جنګ پراخول او د فلسطین د مظلومو خلکو د وژلې په دوام کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو ملاتړ وباله.
-
په غزه کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۱۰۶ کسانو ته ورسېد
Dec 31, 2023 01:32په غزه کې حکومتي چارواکو خبر ورکړی چې په دې سیمه کې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۱۰۶ ته رسېدلی دی.
-
په غزه کې د صهیونیسټانو د بریدونو له امله ۷۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي
Dec 31, 2023 02:43والسټریټ ژورنال د سټلایټ عکسونو او امریکایي کارپوهانو په حواله راپور ورکړی چې په غزې تړانګه کې ۷۰ سلنه کورونه جزوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
-
د صهیونیسټ رژیم او د امریکا هنر د بې ګناه ماشومانو او ښځو وژل دي
Dec 30, 2023 00:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار «اسماعیل قااني» په دغه پوښتنې سره چې صهیونیسټ رژيم او امریکا د غزې پرضد د جنګ له پیلولو تراوسه څه بریاوې درلودلي دي؟ وویل د واشنګټن او د تل اویو هنر یوازې د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژل دي.
-
د عراق اسلامي مقاومت ډلې د امریکا پرضد بریدونه کړي
Dec 30, 2023 02:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پوځيانو په اډو باندې د عراق د اسلامي مقاومت ډلو د حملو په دوام کښې خبري سرچینو بیګا د عراق په شمال او د سوریې په ختیځ کښې د واشنګټن د عسکرو په اډو باندې د توغندوي حملو خبر ورکړ.
-
د ایران اټومي پروګرام سوله ئیز دی او وي به
Dec 30, 2023 00:56زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» د تهران د اټومي پروګرام په هکله د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا، فرانسې او د جرمني ګډې بیانیې ته په غبرګون کښې وویل: د ایران اټومي پروګرام تل سوله ئیز و او وي به.
-
د فرانسې ، د اسپانیا او د ایټالیا په وتلو سره د امریکا د سمندري ائتلاف ماتي خوړل:-
Dec 24, 2023 11:36امریکا د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ په بهیر کښې له صهیونیسټ رژیم سره د ملاتړ او د هغو کشتیو پرضد چې د نیواکي فلسطین په لور ورځي په سره سمندر(Red Sea) کښې د یمن له حملو سره د مقابلې لپاره نړیوال سمندري ائتلاف اعلان کړی دی خو سره له دې دغه د ادعا وړ ائتلاف همدا اوس د اروپايي هیوادونو په وتلو سره د دړې وړې کیدا په حال کښې دی.