د فلسطین مقاومت ډلو اسرائیلو ته سخت تاوانونه اړولي دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې « القسام» غونډ ویاند ابو عبیده بیګا وویل د دغه ډلې مبارزانو په تیرو څلورو ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم یواویا(۷۱) پوځي ګاډي تباه کړي او شپاړس صهیونیسټي پوځیان یې هم هلاک کړي دي.
ابو عبیده په دې خبرې سره چې په دغو عملیاتو کښې د اسرائیلو په لسګونو پوځیان ژوبل شوي هم دي وویل د حماس غورځنګ د القسام غونډ د مبارزانو لخوا دوه څلویښت پوځي ماموریتونه ترسره شول او په ترڅ کښې یې د اسرائیلو د پوځ په لسګونو عسکر وژل شوي دي.
د القسام غونډ ویاند ابو عبیده ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم په عسکرو مو په هوانونو او د زغرګاډو او د استحکاماتو ضد وسلو سره بریدونه وکړل او له صفر مسافت سره له هغوې سره وجنګیدو.
هغه دغه راز وویل چې د اسرائیلو رژیم د جاسوسۍ دوې(۲) بې پایلوټه الوتکې مو نسکورې کړي دي او توانیدلي یوو چې یوه بله بې پایلوټه الوتکه په خپل کنټرول کښې واخلو.
ابو عبیده وویل د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ د اسرائیلو په پلازمینې تل اویو باندې هم د ایم نوي(M-90) ډوله توغندیو بریدونه وکړل.
بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژیم سرچینو بیګا له سوریې څخه د جولان په نیواکي سیمو باندې د څو توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ.
د طوفان الاقصی د عملیاتو د کابو دریو میاشتو په تیریدا سره صهیونیسټ رژیم د خپل د نه ترمیم وړ ماتي د جبرانولو لپاره د روغتونونو ، کورونو او د هستوګنو سیمو په شمول د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې هماغه راز بمباریو او حملو ته دوام ورکوي.
له اسرائیلو رژیم سره زیاتې مرستې امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، متحده عربي امارات ، بحرین او ځینې نور اروپايي هیوادونه کوي.