اوکراین لس لکه بې پایلوټه الوتکې اخلي
اناتولي خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین دفاع وزارت وویل نیت لري په نوي میلادي کال کښې کابو لس لکه بې پایلوټه الوتکې واخلي.
د اوکراین دفاع وزیر « رستم عمروف» پرون وویل کي یف اراده لري چې په روان میلادي کال کښې کابو یو میلیون بې پایلوټه الوتکې په پیسو باندې واخلي.
هغه وویل د لومړي ځل لپاره بې پایلوټه الوتکو ته د اوکراین د پوځ حقیقي ضرورت احساس شوی دی.
رستم عمروف وویل اوکراین د روسیې پرضد د حملو لپاره د ضروري وسلو د تامینولو په حال کښې دی.
دغه راز د اوکراین د ځانګړیو ارتباطاتو د ادارې مشر «یوري اشچیهول »څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د کي یف هدف د دوه لکه بې پایلوټه الوتکو اخیستل دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې د اوکراین حکومت د جنګ د دوام لپاره د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا مالي مرستو ته ضرورت لري خو د جوبایډن حکومت تراوسه نه دی توانیدلی اوکراین ته د نویو مالي مرستو لپاره د ولسي جرګې کانګرس موافقت ترلاسه کړي.
د اوکراین د بې پایلوټه الوتکو د پروګرام په هکله د کي یف د دغه چارواکي نظر په داسې حال کښې مطرح شوی دی چې د روسیې چارواکو په تیرو میاشتو کښې په ځلونو اوکراین د «کریمه »جزیرې په ځینو سیمو او د روسیې په خاوره باندې د بې پایلوټه الوتکو د حملو عامل بللی دی.