د عراق اسلامي مقاومت ډلې د امریکا پرضد بریدونه کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پوځيانو په اډو باندې د عراق د اسلامي مقاومت ډلو د حملو په دوام کښې خبري سرچینو بیګا د عراق په شمال او د سوریې په ختیځ کښې د واشنګټن د عسکرو په اډو باندې د توغندوي حملو خبر ورکړ.
د عراق اسلامي مقاومت ډلې وویل زمونږ ځواکونو د سوریې د« الحسکه» په جنوب کښې په «الشدادي» ښار کښې د امریکا د عسکرو په اډې د توغندیو حمله کړي ده.
مخکې هم د عراق اسلامي مقاومت ډلې ویلي وو چې په سوریې کښې یې په « خراب الجیر» سیمه کښې د امریکا په اډې باندې توغندوي حملې کړي دي.
په تیرو ورځو کښې په عراق او سوریې کښې د امریکا په پوځي اډو باندې څو ځله د عراق د اسلامي مقاومت ډلې توغندوي ، راکټي او د بې پایلوټه الوتکو حملې شوي دي.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم د فلسطین د مقاومت ډلو او د خلکو د ملاتړ لپاره پرون هم د صهیونیسټ رژیم پرضد شپږ پوځي عملیات ترسره کړل.
د لبنان حزب الله تراوسه د اسرائیلو پرضد ډیر عملیات کړي دي او ګڼ شمیر صهیونیسټي پوځيان یې هلاک او ژوبل کړي هم دي.